کورپاڼه / بېلا بېل / شتمن نارينه په مينه نه پوهېږي، په ټولنيزو رسنيو کې نوى بحث
لېپټاپ

شتمن نارينه په مينه نه پوهېږي، په ټولنيزو رسنيو کې نوى بحث

په ټولنيزو رسنيو کې څو ورځې مخکې يوې ښځې د شتمنو نارينه و په اړه ځينې خبرې وليکلې، چې له هغه وروسته يو نوى بحث پيل شو.

د ډېلي سټار د راپور په وېنا، د اسټراليا ٣٤ کلنې جينا هاکنګ په نوم يوې ښځې په ټولنيزو رسنيو کې وليکل، چې شتمن نارينه په مينه نه پوهېږي، همدا لامل دى چې ما خپل پخواني اشنا سره اړيکې پاى ته ورسولې.

دغه اسټراليايۍ ښځې همدا راز ليکلي و، کله چې زما او د هغه ترمنځ اړيکې جوړې شوې، نو ملګرو راته وويل، چې جايزه مې راوتلې ده، ځکه چې زه ډېره خوشبخته يم چې د ژوند لپاره مې داسې ملګرى پېدا کړ، خو زموږ ترمنځ اړيکې يوازې يوه قرارداد غوندې و، چې تر ډېره پورې يې دوام ونکړ.

جينا هاکنګ همدا راز دا هم وويل، چې هغه به ټولې پرېکړې په خپله کولې او د هغه ملګري به يې هېڅ خبره نه رد کوله او د هغې هره خبره به يې منله.

هغه وايي، چې د شپې به تر ناوخته پورې بهر وم، خو له ما به يې هېڅ پوښتنه نه کوله، ماته داسې ښکاره شوه چې هغه په ما کې هېڅ دلچسپي نه لري.

جينا وايي، کله چې مې له هغه سره خپلې اړيکې پاى ته رسولې نو زه په دې ښه پوهېدم چې دا ښه ژوند به له لاسه ورکړم، خو ما دا پرېکړه وکړه او زه اوس په خپله پرېکړه ډېره خوشحاله يم.

نوموړې وايي، زه فکر کوم چې د ژوند لپاره له پېسو نه مينه ډېره لازمي ده، که چېرته ستاسې ملګرى ستاسې په تړاو هېڅ فکر نه کوي، نو زه وايم چې دا اړيکې بايد ختمې شي، ځکه مينه د ژوند لپاره ډېره ضروري ده.

د جينا هاکنګ له دې خبرو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې په دې تړاو بحثونه پيل شوي دي، چې ايا رښتيا هم شتمن نارينه د مينې په ارزښت نه پوهېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

دويم واده

د دويم واده لپاره د استثنا پرته د پور ورکولو اعلان

په عراق کې يو بانک اعلان کړى دى، چې هغه کسان چې دويم واده کوي، …