کورپاڼه / کرکټ / کرکټ بورډ لوبغاړو ته د رسنيو سره د خبرو او ټولنيزو رسنيو د کارونې په تړاو ورکشاپ ورکړ
د کرکټ لوبغاړي ١

کرکټ بورډ لوبغاړو ته د رسنيو سره د خبرو او ټولنيزو رسنيو د کارونې په تړاو ورکشاپ ورکړ

د افغانستان کرکټ بورډ نن په يو ورکشاپ کې لوبغاړو ته د رسنيو سره د خبرو، مرکو او همدا راز د ټولنيزو رسنيو د کارونې په اړه معلومات شريک کړي دي.

د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه وايي، چې د کرکټ ملي لوبغاړو نن د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې له لوري په چمتو شوي ورکشاپ کې ګډون وکړ.

افتاب عالم

د کرکټ بورډ په وېنا، په دغه ورکشاپ کې ملي اتلانو ته په بهرنيو او ملي رسنيو کې د ګډون، له رسنيو سره د خبرو اترو او ټولنيزو رسنيو د کارونې د څرنګوالي، محدوديتونو او اهميت په تړاو هر اړخيز معلومات ورکړل شول.

د کرکټ بورډ له لوري خپلواک وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې همدا راز ويل شوي دي، چې په دغه ورکشاپ کې د کورونا ضد سپارښتنو او واټن مراعتولو په موخه په دوه پړاوونو کې ترسره کېږي، چې لومړى پړاو يې نن او دويم پړاو به يې دوه ورځې وروسته ترسره شي.

د کرکټ لوبغاړي ٢

د يادولو وړ ده چې دا ورکشاپ په داسې ورځ جوړ شوى دى، چې نن د جولاى په دويمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ورزشي خبريالانو ورځ هم لمانځل کېږي.

د کرکټ ملي لوبډلې ٢٢ لوبغاړو بيا شاوخوا درې اونۍ مخکې په کابل لوبغالي کې تمرينات پيل کړي دي چې دا تمرينات به يوه مياشت دوام وکړي. کرکټ بورډ وايي چې دا تمرينات يې د راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام په موخه پيل کړي دي تر څو يوه قوي لوبډله دغه سياليو ته چمتو کړي.

تېره ورځ د لوبغاړو ترمنځ يوه تمريناتي ٢٠ اوريزه لوبه هم ترسره شوه، چې پکې يوه لوبډله د افغان ځوانانو د نجيب الله ځدراڼ په لوبډلمشرۍ او بله لوبډله د افغان اتلانو په نوم د اصغر افغان په مشرۍ جوړې شوې وې، چې افغان ځوانانو د افغان اتلانو لوبډلې ته په دوه ويکټو ماتې ورکړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …