کورپاڼه / هنر او کلتور / انوشکا شرما: د واده لومړيو ٦ مياشتو کې مو يوازې ٢١ ورځې يو ځاى تېرې کړې وې
انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

انوشکا شرما: د واده لومړيو ٦ مياشتو کې مو يوازې ٢١ ورځې يو ځاى تېرې کړې وې

د هندي فلمونو نوموتې هنرمنده انوشکا شرما وايي، چې هغه او خاوند يې مشهور کرکټر ويراټ کوهلي د واده لومړيو ٦ مياشتو کې يوازې ٢١ ورځې ګډې يا يو ځاى تېرې کړې وې.

د کورونا له امله د لګېدلي ګرځبندېز څخه که يو لوري ته ډېرى خلک پرېشانه دي، نو بل لوري ته دا د هنرمندې انوشکا شرما او د کرکټ لوبغاړي ويراټ کوهلي لپاره ډالۍ ثابته شوې ده، ځکه دواړو د ګرځبندېز پر مهال له يو بل سره ډېر وخت تېر کړ او همدا راز په دې ورځو کې دواړه په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر فعاله و.

ويراټ کوهلي او انوشکا شرما

د يوې نړيوالې مجلې (ووګ) سره په خپله مرکه کې انوشکا شرما د خپل واده په اړه وويل، چې هغه او ويراټ کوهلي د واده په لومړيو ٦ مياشتو کې ډېر زيات مصروفه و، ځکه ويراټ کوهلي په کرکټ کې ډېر مصروفه و او که له يو بل سره به يې ليدل نو له يو څخه بل هېواد ته به يې سفر کاوه، که به ويراټ کوهلي وزګار شو، نو زه به مصروفه شوم.

انوشکا شرما وايي، خلکو فکر کاوه چې موږ دواړه ډېرې رخصتۍ يو ځاى تېروو، خو داسې نه وه، ځکه که به زه وزګاره وم نو ويراټ به مصروفه و او که ويراټ به وزګار شو نو زه به مصروفه وم، نو کله کله به مو چې غوښتل دواړه يوازې ګډه ډوډۍ وخورو، نو هم له يو هېواد څخه به مو بل ته سفر کاوه تر څو له يو بل سره ووينو.

انوشکا شرما

نوموړې وايي، په اصل کې د واده په لومړيو ٦ مياشتو کې موږ يوازې ٢١ ورځې يو ځاى تېرې کړې دي، کله چې به موږ له يو بل سره وليدل نو دا به زموږ لپاره ډېر قيمتي وخت و.

بل لوري ته ويراټ کوهلي هم له يوې مجلې سره په خپله مرکه کې ويلي دي، ما داسې فکر کاوه چې انوشکا شرما له ډېر پخوا راهيسې پېژنم. هغه د انوشکا شرما په اړه وويل، موږ له يو بل سره مينه کوو او داسې فکر کوو چې موږ يو بل له څو کلونو راهيسې نه، بلکې له لسيزو راهيسې پېژنو.

دا هم ولولئ

سونو نیګم هغه کسانو ته د خرو خطاب وکړ چې په نوموړی یې نېوکې کولې

د سونو نیګم له نوم سره خو ټول هغه خلک اشنا دي چې د موسیقۍ …