د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدي او د هغه کورنۍ له کورونا ويروس ناروغۍ څخه ورغېدل.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر شاهد اپريدي له کورونا ورغېد، شاهد اپريدي د تېرې مياشتې، جون په ١٣مه نېټه د کورونا ټېسټ کړى و چې ټېسټ يې مثبت راغلى و او له هغه وروسته يې ځان په خپل کور کې کرنټين کړى و.
شاهد اپريدي د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې له خپلې لور سره يو عکس خپور کړى دى او همدا راز خپلو مينه والو ته يې د خپلې ناروغۍ په اړه هم معلومات ورکړي دي.
شاهد اپريدي ليکلي دي، چې شکر الله زما د مېرمنې او لوڼو اقصى او انشا ټېسټونه هم، چې مخکې مثبت راغلي و اوس د دويم ځل لپاره منفي راغلل.
شاهد اپريدي همدا راز له خپله مينه والو هم مننه کړې ده چې هغوى ته يې دعاوې کړي دي او د ټولو د روغتيا دعا يې هم غوښتې ده.
Alhamdulillah, my wife & daughters, Aqsa & Ansha have re-tested after our previously positive results for #COVIDー19, & are now clear. Thanking u all for your continuous well wishes, & may the Almighty bless you and yours. Now back to family time; I’ve missed holding this one 😊 pic.twitter.com/J5mDv7DnBD
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) July 2, 2020
د يادولو وړ ده چې له شاهد اپريدي پرته د پاکستان ملي لوبډلې ١٠ لوبغاړي هم کورونا نيولي و، دا لوبغاړي چې انګلستان ته له تګ مخکې يې تمرينات ترسره کول، د لسو پکې ټېسټونه مثبت راغلي و.
پاکستان د انګلستان سره د سياليو لپاره ٢٩ کسيزه لوبډله اعلان کړې وه، خو د جون په ٢٨مه نېټه يوازې ٢٠ لوبغاړي انګلستان ته لاړل او هغه پاتې لوبغاړي، چې د کورونا ټېسټونه يې مثبت راغلي و، له سفر څخه پاتې شو.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې په يادو لوبغاړو کې د ٦ د کورونا ټېسټونه منفي راغلي دي او دوى به هم ژر انګلستان ته ولېږل شي، چې هلته به له لوبډلې سره يو ځاى شي.
د کورونا وبا له امله چې چېرته د کرکټ ټولې سيالۍ لغوه شوي دي، په داسې وخت کې بيا لومړى ځل دى چې ويسټ انډيز او انګلستان د جولاى په ٨مه نېټه د ټېسټ لوبلړۍ پيلوي، همدا راز له هغه وروسته به بيا پاکستان او انګلستان د ٣ ټېسټ او ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړي.