کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د جمعيت اسلامي ګوند مشران ښکر په ښکر شوي
صلاح الدين رباني او عطا محمد نور

د جمعيت اسلامي ګوند مشران ښکر په ښکر شوي

د جمعيت اسلامي ګوند د يو شمېر غړو تېره ورځ په يوه پرېکړه کې د دغه ګوند مشر صلاح الدين رباني د ګوند له مشرۍ ليرې کړ او د هغه پر ځاى يې بل کس وټاکلو، خو صلاح الدين رباني بيا دا ګام غندلى دى او دا يې د ګوند دننه توطيه ګڼلې ده چې له دې سره يې د جمعيت اسلامي د يو شمېر غړو عضويت هم ختم کړى دى.

د جمعيت اسلامي يو شمېر غړو چې عطا محمد نور، يونس قانوني، اسماعيل خان، کليم الله نقيبي، عنايت الله شاداب، حفيظ منظور او عبدالستار مراد پکې شامل دي، د چارشنبې په ورځ غونډه وکړه او په هغه کې يې تصميم ونيو چې نور صلاح الدين رباني د جمعيت اسلامي ګوند مشر نه دى او د نوي مشر تر ټاکلو پورې يې عنايت الله شاداب د جمعيت اسلامي ګوند مشر وټاکلو.

خو بل لوري ته صلاح الدين رباني بيا په خپله فېسبوکپاڼه د ګوند د يادو غړو دا کار غندلى دى او اعلان يې کړى دى چې دا کسان نور د جمعيت اسلامي ګوند غړي نه دي.

د جمعيت اسلامي ګوند د مشرانو ترمنځ له دې ګامونو داسې ښکاري چې دوى په خپل منځ کې سره ښکر په ښکر شوي دي. د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا له ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د دې ګوند د کنګرې جوړولو لپاره به يوه کمېټه ډېره ژر معرفي شي او همدا راز دا ګوند به د حکومت د فعال سياسي اپوزيسيون په توګه هم کار پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې صلاح الدين رباني د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې څخه وروسته ويلي و، چې دا پرېکړه د عبدالله عبدالله ده او جمعيت اسلامي ګوند د دې پرېکړې مخالفت کوي.

هغه غوښتنه کړې وه، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې دې لغوه اعلان شي، د حکومت بڼه دې بدله او د صدراعظم څوکۍ دې ايجاد شي او همدا راز واک دې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ نيم نيم ووېشل شي.

خو بل لوري ته عطا محمد نور بيا له ولسمشر غني سره ولاړ دى او د ټاکنو له پايلو وروسته هم هغه په خپلو يو شمېر پوسټونو کې هم د ولسمشريزو ټاکنو پايلو ته درناوى ښکاره کړى و او په کنايو کې يې له عبدالله څخه غوښتنه کړې وه چې د ټاکنو پايلې دې ومني او له (نه منلو) څخه دې تېر شي.

Loading...

دا هم ولولئ

سرپل کې د ۹۲۰۰ افغانیو ټلویزیون په ۱۴۵ زره او د ۱۰۵۰ افغانیو ترومیل په ۱۳۰ زره اخیستل شوی

د سرپل ولایت لپاره پېرل شوي طبي توکي دومره په ګرانه بیه پېرل شوي دي، …