کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه
اشرف غني او عبدالرشيد دوستم

ولسمشر غني عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه

د ولسمشر غني له لوري عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه، هغه فرمان چې د ولسمشر غني له لوري پکې عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې ده، له تېرې ورځې راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى دى.

که څه هم د دغه فرمان په تړاو دا خبرې هم کېدې چې دا فرمان جعلي دى، خو ازادي راډيو په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځينو سرچينو او د عبدالرشيد دوستم يوې نږدې سرچينې له لوري ورته تاييد شوې ده چې دا فرمان اصلي دى او د ولسمشر غني له لوري جنرال عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې ده.

ازادي راډيو په خپل راپور کې ليکي، چې عبدالرشيد دوستم ته نږدې سرچينې ورته ويلي دي، چې دا فرمان درې اونۍ مخکې لاسليک شوى دى او ټاکل شوې وه چې تېره شپه د ملي ټلويزيون له لارې خپور شي، خو تراوسه نه دى خپور شوى.

عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ ورکولو فرمان

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې د لاسليک پر مهال عبدالله عبدالله له ولسمشر غني څخه جنرال عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکولو غوښتنه هم کړې وه.

له دغه هوکړې مخکې هم د رشيد دوستم وياند ويلي و، چې که رشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ور نه کړل شي، نو د دواړو ډلو ترمنځ سياسي هوکړه نه کېږي.

که څه هم د دغه سياسي هوکړې د لاسليک ډېرې ورځې تېرې شوې، خو لا هم په دې تړاو بحثونه و چې عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي او که نه.

ځينو سرچينو دا هم ويلي و چې عبدالرشيد دوستم ته به د ولسمشر غني له لوري افتخاري مارشالي ورکړل شي.

په ټولنيزو رسنيو کې بيا د ولسمشر غني له لوري عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ورکولو سختې نيوکې شوې دي او هېوادوالو د ولسمشر غني دا کار غندلى دى.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …