کورپاڼه / کرکټ / محمد نبي: ارمان مې دى چې اسيا جام يا نړيوال جام وګټو
محمد نبي

محمد نبي: ارمان مې دى چې اسيا جام يا نړيوال جام وګټو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو تر ټولو غوره الراونډر محمد نبي وايي، چې دا يې ارمان دى چې اسيا جام يا نړيوال جام وګټي او دا جام خپل هېواد ته راوړي.

محمد نبي چې له طلوع نيوز سره يې ځانګړې مرکه کوله، د خپل ژوند او کرکټ په تړاو يې ډېر څه وويل.

نوموړي د کرکټ د پيل په تړاو وويل، چې په پېښور کې يې د مهاجرت شپې سبا کولې چې له کرکټ سره يې مينه پېدا شو، فاميل يې لوى و او ټولو به کرکټ کولو، همدا راز په مکتب کې يې هم کرکټ کولو او کله چې خبر شو، چې د طالبانو د وخت د افغانستان ټيم پېښور ته راغلى دى، نو ډېر خوشحاله شو. هغه وايي اول يې په ټېنس لوبه کوله خو وروسته د يو ملګري په همکارۍ کلب ته لاړ.

هغه وايي، په ٢٠٠٢ کال کې افغانستان ته په لومړي ځل راغى، خو دلته چې يې هېواد وليده نو ډېر خپه شو، ځکه چې هر څه وران و، هغه وايي د کرکټ مېدان نه و، په وزير اکبر خان کې يو کوچنى مېدان و چې هلته يو ولايتي ټورنمنټ ترسره کېده.

نبي وايي، په دغه ټورنمنټ کې هغه ناروغ شو او لوبې يې ونه شوې کولاى، خو د افغانستان ټيم لپاره لوبغاړي انتخابېدل او پاکستان ته يې سفر و، چې تاج ملک عالم، کريم صادق او هستي ګل عابد د غوراوي کمېټې باندې زور راوړو چې بايد ما هم په ټيم کې واخلي. نوموړى وايي چې ټرايل کې يې ښه لوبه وکړه او په لوبډله کې واخيستل شو، چې د ګرېډ ټو سياليو لپاره پاکستان ته لاړل او هلته يې په سياليو کې دوه پنځوسيزې او يوه سليزه ووهله او همدا راز په توپ اچونه کې يې هم ويکټې واخيستې، نو له هماغه وخت راهيسې له ملي لوبډلې سره يو ځاى دى.

محمد نبي ٣

محمد نبي د رسمي لوبې په اړه وويل، چې په ٢٠٠٤ کال کې د ١٧ کلنو لوبډلې کپتان و او هند ته د اسيا جام لپاره تللي و، دا يې لومړۍ رسمي لوبه وه او له هغه وروسته نوموړى بيا ملي لوبډله کې شامل شو.

نوموړي د کرکټ بورډ او لوبغاړو د اقتصادي حالت په تړاو وويل، چې موږ د اى سي سي له لوري په لومړي ځل د ډويژن ٥ لوبو ته تللي و، هلته مو ډېرې ښې لوبې وکړې او په نيمه پايلوبه کې مو نېپال ته هم ماتې ورکړه، روزونکي او نورو غوښتل چې لوبغاړو ته د ماښام ډوډۍ پروګرام جوړ کړي، خو اقتصادي حالت ښه نه و او نه هم کرکټ بورډ پېسې درلودې، نو هلکانو زه ورپه ګوته کړم چې دى پېسې لري نو هغه وخت ما پېسې ورکړې او د ډوډۍ پروګرام مو جوړ کړو.

د خپلې کورنۍ د نورو غړو د کرکټ په تړاو محمد نبي وويل، چې يو ورور او وراره يې کرکټ کولو، خو کله چې يې هغه لوبې وکتلې نو ورته يې وويل چې له کرکټ څخه دې تېر شي او خپل کار ته دې پام وکړي.

هغه زياته کړه، چې درې زامن لري چې ١٥ کلن يې بيا له کرکټ سره ډېر شوق لري او ښه لوبغاړى هم دى، دويم زوى يې بيا له کرکټ سره ډېر شوق نه لري بلکې له زده کړو سره يې شوق دى او دريم زوى يې بيا کوچنى دى. هغه وايي د ١٥ کلن زوي کرکټ ته يې پام کړى دى.

د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو د غوره الراونډر کېدو په تړاو نوموړي وويل، چې دا يو مسووليت دى، ځکه چې د افغانستان لپاره لوبېږي او په همدې لوبو کې د ښه پرفارمنس له امله د اى سي سي په درجه بندۍ کې دې ځاى ته رسېدلى دى، نو تل يې هڅه دا وي چې ښه لوبه وکړي.

نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بريا په تړاو وويل، چې زموږ د بريا راز په دې کې دى چې له پيله مو خواري کړې ده، په لوبډله کې مو يووالى راوستى دى او هر چېرته چې مو سفر کړى دى نو دا تکل مو کړى دى چې برياوې به راوړو، هغه وايي، هر ځاى چې لوبېږو نو هڅه مو دا وي چې ښه خواري وکړو او تاسې وينئ چې نن موږ چېرته يو.

محمد نبي ٢

د خپل خېريه بنسټ په تړاو محمد نبي وويل، چې ځينو ملګرو دې ته وهڅاوه چې بايد له خپل نوم او ګټې څخه د نورو افغانانو سره مرسته وکړي او همدا لامل شو چې دا خېريه بنسټ يې جوړ کړ. هغه وويل کله چې په سفر وي نو د بنسټ ټول کارونه يې ملګري پر مخ وړي او د هغه هڅه دا ده چې ځينې داسې کارونه وکړي چې تلپاتې وي، لکه د روغتونونو او ښوونځيو جوړول.

محمد نبي د تجارتي ليګونو په اړه وويل، چې تجارتي ليګونو کې مو ډېر څه زده کړي دي، ځکه په دې لوبو کې ټول نړيوال لوبغاړي لوبېږي او له هغوى ترلاسه کړې تجربې بيا هغه وخت ګټه کوي چې کله ورسره په نړيوالو رسمي لوبو کې مخامخ کېږو، نو همدا وي چې د لوبډلې نورو لوبغاړو سره هم خپلې تجربې شريکوو.

محمد نبي وايي، کله چې په لومړي ځل په اى پي ايل کې واخيستل شوم نو ډېر خوشحاله شوم، موږ په زمبابوې کې و چې سهار وختي د اى پي ايل بولي وه، زه لومړنى افغان وم چې په دغه سياليو کې واخيستل شوم او دا زما لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ځکه هم وه چې تر دې مخکې کوم افغان په اى پي ايل کې لوبې نه وکړې او ما د افغانستان استازولي په دغه سياليو کې کوله.

د مسټر پريزيډينټ يا ولسمشر د لقب په اړه محمد نبي وويل، چې د انګلستان کيوين پيټرسن د هغه د خوښې لوبغاړى دى، کله چې د پاکستان سوپر ليګ د لومړي پړاو سيالۍ په دوبۍ کې ترسره کېدې، نو هغ د کوټې ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېده.

هغه وايي، کيوين پيټرسن هم هلته و او ورته يې وويل چې زما د خوښې لوبغاړى يې. نوموړى وايي چې ما په هغه شپه سفر درلوده او په پي ايس ايل کې مې وروستۍ لوبه وه، نو منېجر ته مې وويل چې نن مې وروستۍ لوبه ده او حتماً پکې يو څه کوم.

هغه وايي موږ ته مخالفې لوبډلې ٢٠٠ منډې هدف ټاکلى و، چې موږ پوره کړ، په وروستي اور کې ١٥ منډې پاتې وې او ما په دغه وروستي اور کې دا منډې پورې کړې، ډېره ښه لوبه وه او موږ وګټله.

کله چې موږ په بس کې بېرته روان و نو کيوين پيټرسن مايک راواخيستو او زما ډېره ستاينه يې وکړه او ماته يې وويل چې ته د افغانستان راتلونکى ولسمشر يې You are the next president of Afghanistan.

نو دا لقب له هماغه ځايه پيل شو، هر ځاى چې به پيټرسن کمنټري کوله، نو که هغه به تجارتي لوبې وې او يا به زموږ د ملي لوبډلې لوبې وې نو هغه به ماته (دي پريزيډينټ) ويل، نو همداسې دا نوم مشهور شو.

محمد نبي ١

د سياست په تړاو محمد نبي وويل، چې له سياست سره هېڅ شوق نه لري او نه هم د ورتګ پلان لري، هغه وايي چې غواړي يوازې په کرکټ کې د افغانستان خدمت وکړي او که چېرته يې نړيوالې لوبې پرېښودې نو بيا به د نوو ځوانانو په روزنه کې برخه واخلي.

د راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام په تړاو محمد نبي وويل، چې لومړى خو دې خداى وکړي چې دا لوبې وشي، که چېرته دا سيالۍ وشي نو زموږ به هڅه دا وي چې د افغانستان استازولي په ښه ډول وکړو، د يوې ښې لوبډلې سره په يوې جذبې لاړ شو او ښې لوبې ترسره کړو.

نوموړي وويل، چې بهرني روزونکي هم موږ ته وايي چې تاسې په شل اوريزو سياليو کې ډېر ښه يئ، موږ به هم دا هڅه وکړو او په اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام کې به ځانونه ښکاره کړو، اسيا جام کې موږ له ډېرو ټيمونو سره بلد يو، پيچونه هم زموږ سپينرانو لپاره ګټور دي، همدا راز موږ ځينو لوبغاړو په اسټراليا کې لوبې هم کړې دي او د نړيوال شل اوريز جام په برخه کې به موږ سره مرسته وکړي.

نوموړي په اسټراليا کې د اکاډمۍ جوړولو په اړه وويل، چې په اسټراليا کې يې اکاډمي جوړه کړې ده او څو ورځو کې دننه به کابل کې هم اکاډمي جوړه کړي، همدا راز وروسته په جلال اباد، خوست او کندهار کې هم د اکاډمۍ جوړولو پلان لري. هغه وويل چې ډېر وخت په کابل کې ژمى او لوبې نه کېږي او همدا راز اسټراليا کې هم همداسې ده، نو هغه غواړي چې ځينې افغان تکړه ځوانان اسټراليا ته هم ولېږي چې هلته تمرينات ترسره کړي او لوبې وکړي تر څو ګټور ورته تمام شي.

محمد نبي وايي چې د روزونکي د دندې ترسره کولو په اړه يې لا څه فکر نه دى کړى، خو که چېرته په راتلونکې کې داسې وشي نو هغه به يې حتماً ترسره کړي. هغه وويل چې له ټېسټ لوبو نه يې ځکه استعفا ورکړه چې کوم ځوان لوبغاړي ته چانس برابر شي.

نوموړي وويل، چې که فيټنس يې ښه و او په ټيم کې يې ځاى جوړېده نو لوبه به کوي او که کله يې فيټنس ښه نه و او په ټيم بوج جوړېده، نو کرکټ به پرېږدي، هغه وويل چې د کرکټ لوبه په عمر پورې تړاو نه لري بلکې په فيټنس پورې تړاو لري.

د اى سي سي د نوو لارښوونو په تړاو محمد نبي وويل، چې د توپ نه ځلول يا په لاړو نه لوندول به ډېر مشکل وي، ځکه توپ اچونکو ته به ګرانه شي او هغوى په د دې لپاره کومه بله مناسبه لاره پېدا کوي.

همدا راز هغه زياته کړه، چې که په لوبغالو کې نندارچيان نه وي نو کرکټ به ډېر بېخونده شي، ځکه که په خالي مېدان کې لوبې کېږي نو مطلب به يې داسې وي چې د کومې کلب لېول لوبې دي.

هغه وايي ټول ارمانونه يې پوره شوي دي، ځکه څه چې يې غوښتل خداى ورکړي دي، نن لوبډله دې ځاى ته رارسېدلي ده، ټېسټ غړيتوب يې هم ترلاسه کړى دى، موږ له صفر نه سفر شروع کړى و او دې ځاى ته راورسېدو او خوشحاله په دې يم چې په دې ټول سفر کې زه له لوبډلې سره وم.

نوموړي وويل، چې د هر لوبغاړي او لوبډلې دا ارمان وي چې يو لوى جام وګټي، زما هم دا ارمان دى چې اسيا جام يا نړيوال جام وګټو او خپل هېواد ته يې راوړو. نوموړي وويل که سږکال اسيا جام ترسره شي نو په پوره امادګۍ سره به ورشي او هڅه به يې دا وي چې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي، نوموړي وويل کوشش به مو دا وي چې اسيا جام وګټو، ځکه ټول لوبغاړي په شل اوريزو لوبو کې ډېر مهارت لري او اطمينان لرم چې زموږ لوبډله دا جام هېواد ته راوړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان او عظمت الله عمرزى

اصغر افغان د يو بل ځوان لوبغاړي کرير هم ورتباه کوي؟

د افغانستان ملي لوبډله کې ډېرى مهال له ځوانو لوبغاړو سره داسې شوي دي، چې …