کورپاڼه / کرکټ / ثقلېن مشتاق: د ١٩٩٩ نړيوال جام پر مهال مې خپله ښځه په المارۍ کې پټه ساتلې وه
ثقلېن مشتاق

ثقلېن مشتاق: د ١٩٩٩ نړيوال جام پر مهال مې خپله ښځه په المارۍ کې پټه ساتلې وه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى توپ اچونکى ثقلېن مشتاق وايي، چې د ١٩٩٩ کال نړيوال جام پر مهال يې خپله مېرمن د هوټل د کوټې په المارۍ کې پټه ساتلې وه.

ثقلېن مشتاق په خپله يوه وروستيو مرکه کې وويل، چې د ١٩٩٩ نړيوال جام پر مهال کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې له لوبغاړو سره به يې ښځې يو ځاى نه وي، نو له هغه سره د دغه نړيوال جام پر مهال خپله ښځه د هوټل په کوټه کې وه او هغه يې په المارۍ کې پټه ساتلې وه.

د انسټاګرام په لايف ويډيو کې د رونق کپور سره په خپلو خبرو کې ثقلېن مشتاق وويل، چې هغه د ١٩٩٨ کال د دسمبر په مياشت کې واده کړى و او مېرمن يې هم د لندن اوسېدونکې وه، هغه وايي چې د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې له لوبغاړو سره به يې مېرمنې په هوټل کې نه پاتې کېږي، خو زما دا پرېکړه بېخي خوښه نه شوه او د ټول نړيوال جام پر مهال مې راسره مېرمن په خپله کوټه کې وه.

ثقلېن مشتاق وايي، کرکټ بورډ د دې خبرې لپاره، چې کوم لوبغاړي سره يې مېرمنې په کوټو کې نه وي، جاسوسان هم پرېښي و، تر څو د لوبغاړو کوټې وګوري، چې څه کوي او څوک خو ورسره شته نه.

هغه وويل، کله چې به هم منېجر يا بل کوم لوبغاړى د هغه کوټې ته ورغى، نو هغه به خپله مېرمن په المارۍ کې پټه کړړه.

ثقلېن مشتاق وايي،چې يوه ورځ اظهر محمود او يوسف د هغه کوټې ته ورغلل تر څو په دې اړه ورسره خبرې وکړي، هغوى دواړو واده نه و کړى او شک يې و چې زما مېرمن زما په کوټه کې ده، د هغوى په ډېره غوښتنه ما خپلې مېرمنې ته غږ وکړ چې له المارۍ څخه راووځي، هغه له ډېر وخت څخه په المارۍ کې پټه وه.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى توپ اچونکى ٤٣ کلن ثقلېن مشتاق د (دوسرا) توپ بنسټګر هم دى، هغه د پاکستان لپاره ٤٩ ټېسټ او ١٦٩ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي او ٢٨٨ ويکټې يې ترلاسه کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …