کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټک ټاک: د هنديانو معلومات مو له چين سره نه دي شريک کړي
ټک ټاک

ټک ټاک: د هنديانو معلومات مو له چين سره نه دي شريک کړي

د ويډيوګانو اپليکېشن ټک ټاک شرکت وايي، چې دوى د هنديانو شخصي معلومات له چين سره نه دي شريک کړي.

څو ورځې مخکې د هند حکومت پرېکړه وکړه، چې د ټک ټاک په ګډون د چين له پنځوسو زيات اپليکېشنونه بند کړي، ځکه چې دا نه يوازې دا چې د هنديانو شخصي معلومات چين ته ورکوي، بلکې د هند لپاره هم امنيتي ستونزې جوړوي.

د ټک ټاک د هند مشر نکيل ګاندهي په خپله وېنا کې ويلي دي، چې ټک ټاک د هند د قانون سره سم کار کوي او د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو او د امنيت په تړاو د هندي قانون سره سم کار کوي. هغه وايي، موږ د هنديانو معلومات د چين په ګډون له هېڅ هېواد سره نه دي شريک کړي.

ټک ټاک د چينايي شرکت (بايټ اېنډ ډانس) اپليکېشن دى.

نکيل ګاندي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، که چېرته په راتلونکي کې هم له ټک ټاک څخه غوښتنه وشي چې دوى دې د خلکو معلومات ورکړي، نو دوى به چاته معلومات ور نه کړي، ځکه موږ د خلکو د شخصي معلوماتو خونديتوب ته ډېر پام کوو.

ټک ټاک ١

هغه وايي، چې د هند حکومت يوې ناستې ته وربللى دى او په دغه ناسته کې به ورسره د هند حکومت خپلې اندېښنې شريکې کړي او هغه به هم د هند حکومت اندېښنو ته خپل ځوابونه ووايي.

په هند کې ټک ټاک ١٢٠ ميليونه کاروونکي لري او دا هېواد د ټک ټاک لپاره يو تر ټولو لوى مارکيټ هم ګرځېدلى دى.

د هند او چين ترمنځ د سرحدي شخړو څخه وروسته د هند حکومت د خلکو او هېواد د امنيت د خونديتوب په موخه د چين ٥٩ اپليکېشنونو باندې د بندېز لګولو پرېکړه کړې ده.

د هند حکومت وايي، چې دوى ته د چينايي اپليکېشنونو په تړاو ډېر شکايتونه شوي دي او د امنيتي ادارو او ټېکنالوژۍ وزارت له پرېکړې وروسته دوى وپتېيله چې هغه چينايي اپليکېشنونه چې د خلکو او هېواد امنيت لپاره خطرناک دي، بايد بندېز پرې ولګول شي.

په دې اپليکېشنونو کې د ټک ټاک، يو سي برازر، شير اټ، هيلو، وي چېټ، کلب فيکټري او نور شامل دي. په ټولنيزو رسنيو کې هم هنديانو له حکومت غوښتنه کوله چې په ټولو چينايي اپليکېشنونو دې بندېز ولګوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …