کورپاڼه / هنر او کلتور / افغان حکومت له سندرغاړې زرڅانګې سره نغدي مرسته وکړه
زرڅانګه

افغان حکومت له سندرغاړې زرڅانګې سره نغدي مرسته وکړه

افغان حکومت د پښتونخوا مشهورې سندرغاړې زرڅانګې سره د پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند محمد صابر مومند په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او د جلالتمآب جمهور رييس په منظورۍ پنځوس زره افغانۍ نن د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې زرڅانګې ته وسپارل شوې.

صابر مومند زياتوي: ((دغه مرسته د وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم په اسلام اباد کې د فرهنګي اتشې له لورې نوموړې ته ورکړل شوه.))

زرڅانګه د پښتو ژبې يوه مشهوره سندرغاړې ده چې له ډېرو کلونو راهيسې پښتو سندرې وايي.

د کورونا وبا له امله که چېرته د نورو خلکو چارې په ټپه ولاړې دي، نو همداسې د سندرغاړو کارونه هم ورسره په ټپه ولاړ دي او په دې حالاتو کې د سندرغاړو مالي او اقتصادي حالت هم ښه نه دى.

زرڅانګه چې په پښتونخوا کې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي، څو مياشتې مخکې يې په يوه ويډيو کې پر پښتنو غږ کړى و، چې د موسيقۍ کارونه په ټپه ولاړ دي او هغوى له مالي پلوه له ستونزو سره مخ دي او په دې سختو حالاتو کې دې ورسره مرسته وکړي.

څه موده مخکې هم زرڅانګې په يوه ويډيو کې ويلي و، چې هغه په يوه خېمه کې ژوند کوي او مالي حالت يې دومره خراب شوى دى، چې د کرايي کور د نيولو وس هم نه لري.

د يادولو وړ ده چې پښتانه سندرغاړي چې کلونه کلونه د پښتو موسيقۍ خدمت وکړي، په وروستي ژوند کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وي، څه وخت مخکې افغان سندرغاړي استاد ګلزمان هم د نجيبه فېض سره په خپرونه کې له ولسمشر څخه ګيله کړې وه، چې له هغه سره يې هېڅ مرسته نه ده کړې او په اوسني وخت کې هغه په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.

ولسمشر غني بيا د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وړانديز د استاد ګلزمان په ګډون د ٥٠ هنرمندانو سره د مرستې وړانديز ومانه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …