کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عبدالله عبدالله خلکو او عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبې مبارکي ورکړه
عبدالرشيد دوستم او عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله خلکو او عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبې مبارکي ورکړه

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هېوادوالو او جنرال عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ترلاسه کولو مبارکي ورکړه.

عبدالله عبدالله په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي: ((ګران ورور جلالتمآب مارشال عبدالرشيد دوستم، د جنبش ملي اسلامي افغانستان بنسټګر او مشر، د مارشالۍ رتبې په ترلاسه کولو تا د جنبش ملي اسلامي افغانستان رهبرۍ او غړو او د افغانستان خلکو ته مبارکي وايم.))

نوموړي همدا راز عبدالرشيد دوستم ته د اوږده عمر دعا هم کړې ده او هيله يې څرګنده کړې ده چې د افغانستان د خلکو لپاره به خپله مبارزه او خدمت همداسې دوامداره وساتي.

د يادولو وړ ده چې پرون ورځ ولسمشر غني هغه فرمان لاسليک کړ، چې پکې عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې ده.

دا خبره په ارګ کې ځينو سرچينو او همدا راز عبدالرشيد دوستم ته نږدې کسانو کړې ده او د عبدالرشيد دوستم زوي باتور دوستم او نورو همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې نوموړي ته مبارکې هم ويلې ده او د ولسمشر غني ياد فرمان يې هم خپور کړى دى.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په سياسي هوکړه کې يوه خبره دا هم وه، چې عبدالرشيد دوستم ته به د مارشالۍ رتبه ورکول کېږي.

خو دا رتبه تراوسه پورې نه وه ورکړل شوې او ځينو سرچينو ويل چې ښايي ولسمشر دا کار ونه کړي، خو د څو مياشتو پرلپسې هلو ځلو نه وروسته ولسمشر غني عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه.

خو بل لوري ته بيا په ټولنيزو رسنيو کې هېوادوالو د ولسمشر غني په دې کار سختې نيوکې کړې دي او هغه يې له دې امله غندلى دى، چې ولې يې عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې ده.

د يادولو وړ ده چې په تېر حکومت کې عبدالرشيد دوستم د ولسمشر غني لومړى مرستيال و، خو په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې بيا عبدالرشيد دوستم د عبدالله عبدالله تر څنګ ودرېد.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …