کورپاڼه / بېلا بېل / اردوغان پر لور او زوم تر نيوکو وروسته د ټولنيزو رسنيو د کنټرولولو اعلان وکړ
اردوغان

اردوغان پر لور او زوم تر نيوکو وروسته د ټولنيزو رسنيو د کنټرولولو اعلان وکړ

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان اعلان کړى دى چې دوى به ټولنيزو رسنيو لپاره ځانګړى قانون جوړ کړي او ټولنيزې رسنۍ به د حکومت تر کنټرول راولي.

د مېل انلاين د راپور په وېنا، تېرو ورځو کې د ټولنيزو رسنيو په مشهوره وېبپاڼه ټويټر باندې، د ولسمشر اردوغان پر لور اسرا او د هغه پر زوم بيرات البراک باندې ځينو کسانو نيوکې وکړې، چې له هغه وروسته اردوغان اعلان وکړ، چې ټولنيزې رسنۍ به حکومت کنټرول کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې بيرات البراک په يو ټويټ کې ليکلي و، چې د هغه څلورم ماشوم زېږېدونکى دى، چې په ځواب کې يې د ټويټر يو شمېر کاروونکو پرې نيوکې کړې وې او د هغوى کورنۍ ته يې سپکاوى کړى و.

په راپور کې زياته شوې ده، چې په ټويټر باندې د دوى د کورنۍ د سپکاوي په تور کې ١١ کسان نيول شوي هم دي.

اردوغان او لور

بيرات البراک چې د رجب طيب اردوغان زوم دى، تر څنګ يې د خزانې وزير هم دى، هغه په خپل ټويټ کې ليکلي و چې د څلورم ماشوم نوم به يې حمزه صالح وي.

ولسمشر اردوغان تېره ورځ د ترکيې په ملي ټلويزيون په خپله يوه وېنا کې وويل، چې حکومت به ډېر ژر د ټولنيزو رسنيو لپاره قانون جوړ کړي او هغه په د ټولنيزو رسنيو په ټولو کاروونکو او د ټولنيزو رسنيو په وېبپاڼو يا شرکتونو باندې پلى شي.

اردوغان زياتوي، چې د دې قانون سره سم به پر خلکو باندې يو شمېر بندېزونه ولګېږي. هغه وويل چې ترکيه څه داسې هېواد نه دى چې هر څوک هر څه وغواړي هغه دې وکړي.

نوموړي وويل، هغه څوک چې د حکومت او چارواکو پر وړاندې سپکاوى کوي، هغوى سره به قانوني چلند کېږي او هېڅوک به دې ته پرې نه ښودل شي چې له ټولنيزو رسنيو دې غلطه ګټه پورته کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ

هغه پاکستانۍ نجلۍ چې په ٢ مياشتو کې يې ١٢ ودونه وکړل

په اسلام کې نارينه ته د ٤ ودونو اجازه ده، خو بيا هم تر ډېره …