د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي هم کورونا ويروس ناروغۍ نيولى دى او ځان يې کرنټين کړى دى.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې نن غرمه مې تبه شوه او له هغه وروسته يې ځان کرنټين کړ.
هغه په خپل ټويټ کې ليکي، چې اوس مې د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى، خو زه به خپلې دندې ته له کور څخه دوام ورکړم او رسمي چارې به مې په انلاين بڼه روانې وي.
This afternoon I felt a slight fever and immediately quarantined myself at home. I have now tested positive for Covid 19. By the grace of Allah, I feel strong and energetic. I will continue to carry on my duties from home. Please keep me in your prayers.
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) July 3, 2020
په پاکستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٢٢١ زرو څخه اوښتي دي. همدا راز پاکستان کې تراوسه پورې د ١ ميليون او ٣٥٠ زره کسانو ټېسټونه شوي دي.
له دې مخکې هم د پاکستان د قامي اسمبلۍ او ايالتي اسمبليو شاوخوا سل غړي او نور سياستوال کورونا ويروس ناروغۍ نيولي و، چې تر ډېره يې اوس رغېدلي دي.
همدا راز د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر شاهد اپريدى او د کورنۍ ځينې غړي يې هم کورونا شوي و چې نوموړي نن په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې دوى له کورونا ورغېدل.
بل لوري ته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ١٠ هغه لوبغاړي، چې د انګلستان سره سياليو لپاره غوره شوي و، هم ټېسټونه يې مثبت راوتلي و، چې وروسته له سفر څخه پاتې شو.
خو پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې له دغه لس څخه يې شپږ تنه نن انګلستان ته لېږلي دي، ځکه چې وروستي د کورونا ټېسټونه يې منفي راوتلي و.
په پاکستان کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د دغه هېواد سمارټ لاک ډاون يا ځيرک ګرځبندېز لګولى دى، چې يوازې هغه ساحې يې ګرځبندېز کړي دي، چې په کومو ساحو کې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.