کورپاڼه / جالب / کورونا: هند کې له طلا هم د مخ ماسکونه جوړ شو
د طلا ماسک

کورونا: هند کې له طلا هم د مخ ماسکونه جوړ شو

د کورونا له امله نه يوازې دا چې خلک په کورونو کې بند پاتې دي، بلکې د ټولې نړۍ اقتصادي چارې يې هم په ټپه درولې دي او په داسې حالاتو کې بيا خلک هڅه کوي داسې يو څه نوي ترسره کړي، چې د خلکو پام ځان ته راواړوي.

په دې لړ کې د هند د طلا يو پلورنځي د مخ لپاره د طلا څخه ماسکونه جوړ کړي دي، چې نن سبا په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي.

د مجتبى جيولرز په نوم باندې دغه طلا پلورنځي د مخ لپاره دوه ډوله د طلا ماسکونه جوړ کړي دي، چې يو ډول يې د پتنګ يا Butterfly په شکل دي او بل ډول يې بيا لکه د نورو ماسکونو په څېر دي.


د هند د حېدراباد ښار دغه د طلا پلورنځى وايي، چې دوى د کورونا په دې ماحول کې داسې ماسکونه جوړ کړي دي، چې په بشپړ توګه له طلا څخه جوړ شوي دي.

دا نو بيا د هغه خلکو لپاره د خوشحالۍ او ښه خبر دى، چې غواړي هر څه د طلا ترلاسه کړي، خو ښايي دا ماسکونه بيا د کورونا د مخنيوي پر مهال ستاسې سره مرسته ونه شي کولاى او د واده پر مهال د اخيستو لپاره ښه وي.


د دغه طلا پلورنځي مشر وايي، چې دا ماسکونه د څو لکو هندي کلدارو په بدل کې ترلاسه کولاى شئ.

تر دې مخکې به مو په خبرونو کې اورېدلي وي، چې يو شمېر خلک چې له طلا سره ډېره مينه لري ډېر شيان له طلا څخه جوړوي، همدا راز په ځينو هېوادونو کې خو بيا تشنابونو او نور ډېر څه هم له طلا څخه جوړ شوي دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې پرې بېلا بېلې تبصرې شوې دي.

د يادولو وړ ده چې هند هم يو له هغه هېوادونو څخه دى چې د کورونا ويروس زياتې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مور او لور

مور ٦٠ کلنه، لور ٣٠ کلنه؛ خو دواړه لکه د غبرګونو خويندو پېژندل يې ګران دي

تاسې خو به د غبرګونو خويندو په اړه ډېر اورېدلي وي، چې ډېرى مهال يې …