کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ولسمشر ځانګړى استازى يوسف غضنفر د کورونا له امله ومړ
يوسف غضنفر او اشرف غني

د ولسمشر ځانګړى استازى يوسف غضنفر د کورونا له امله ومړ

په اقتصادي، سوداګريزو او له فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړى استازى محمد يوسف غضنفر د کورونا ناروغۍ له امله په ترکيه هېواد کې ومړ.

محمد يوسف غضنفر چې د غضنفر بانک مشر هم و، په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ټيم سره يو ځاى شو او د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو پر مهال هغه د ولسمشر غني د يو فرمان له لارې په اقتصادي، سوداګريزو او له فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړى استازى وټاکل شو.

محمد يوسف غضنفر چې کورونا ويروس ناروغۍ نيولى و، څو ورځې مخکې يې حالت ښه نه و او له همدې امله د ترکيې هېواد ته انتقال شو، خو ويل  کېږي چې د هغه حالت خراب و او د کورونا له امله په ترکيه کې ومړ.

د افغانستان ملي ټلويزيون هم دا خبر تاييد کړى دى او ليکلي يې دي چې په اقتصادي، سوداګريزو او د فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړى استازى محمد يوسف غضنفر د کورونا له امله په ترکيه هېواد کې ومړ.

محمد يوسف غضنفر د عبدالغفار زوى و، چې په ١٣٤٤ هـ ش کال کې د بلخ په مزار شريف ښار کې زېږېدلى و، هغه تر بکلوريا پورې زده کړې ترلاسه کړې وې او همدا راز ويل کېږي چې ٦ لوڼې او يو زوى ترې پاتې شوى دى.

محمد يوسف غضنفر په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو پخوانى استازى هم و، کله چې نوموړى د ولسي جرګې غړى و، نو هغه په ولسي جرګې کې د مالي او اقتصادي کمېټې مشري هم په غاړه درلوده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …