کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو د نڅا مشهورې ښوونکې (کوريوګرافره) سروج خان ومړه
مادوري ډيکشټ او سروج خان

د هندي فلمونو د نڅا مشهورې ښوونکې (کوريوګرافره) سروج خان ومړه

د هندي فلمونو مشهوره نڅاګره او کوريوګرافره (هغه څوک چې د سندرو لپاره نورو ته نڅا ښايي) د ٧١ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله پرون ورځ د هند په ممبۍ ښار په يوه روغتون کې ومړه.

سروج خان له ٤٠ کلونو راهيسې په هندي سينما کې کار کاوه او له ٢ زرو څخه زياتو سندرو کې يې کوريوګرافي (د نڅا ښوونکې) ترسره کړې وه، چې په يو شمېر سندرو کې يې بيا په خپله هم نڅا کړې وه.

په هندي سينما کې سروج خان ته د کوريوګرافۍ مور هم ويل کېده، هغې نه يواازې دا چې شاه رخ خان او سلمان خان په څېر هنرمندان کوريوګراف کړي و، بلکې د سري ديوي او مادوري ډيکشټ په څېر هنرمندو ته يې هم په سندرو کې نڅاوې ښودلې وې.


سروج خان په ډېر کوچني عمر کې په فلمونو کې کار پيل کړ، کله چې ١٣ کلنه وه نو د ٣٠ کلن کوريوګرافر سره يې واده وکړ، چې دې کار يې ټول خلک حېرانه کړل.

سروج خان چې په ناوېشلي هندوستان کې زېږېدلې وه، لومړي واده يې ډېر دوام ونه کړ او په ١٩٧٥ کې هغې له يو مسلمان شتمن سردار روشن خان سره واده وکړ، چې يوه لور سکينه خان هم ترې لري.


سروج خان له څه وخت راهيسې ناروغه وه او د زړه د ناروغۍ تر څنګ د جون په ٢٠مه نېټه د تنفس ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوه، چېرته چې د هغې د کورونا ټېسټ هم وشو.

که څه هم د هغې د کورونا ټېسټ منفي راغلى و، خو د هغې روغتيا ورځ تر بلې خرابېده او پرون ورځ سهار وختي د زړه د حملې له امله يې ساه ورکړه.

د ١٩٤٨ کال د نومبر په ٢٢مه نېټه زېږېدلې سروج خان د جولاى په ٣مه نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، چې د هندي سينما نوموتو هنرمندانو يې مړينه د سينما لپاره ستره ضايع وبلله.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …