کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: يوسف غضنفر حليم، خېر خواه، ولسي او ملي شخصيت و
يوسف غضنفر او اشرف غني

ولسمشر غني: يوسف غضنفر حليم، خېر خواه، ولسي او ملي شخصيت و

د هېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د اقتصادي او سوداګرۍ پراختيا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې خپل فوق العاده استازي محمد يوسف غضنفر پر وفات خواشيني ښکاره کړې ده.

هغه ليکلي دي، چې ارواښاد محممد يوسف غضنفر حليم، خېر خواه، ولسي او ملي شخصيت و چې په متحد افغانستان يې باور درلود او تل يې د خپلو خلکو د خېر او کاميابۍ لپاره هڅې کولې. هغه د نوموړي مړينه د هېواد او نظام لپاره لويه ضايعه بللې ده.

ولسمشر غني وايي، ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پيل کړي و او وياړم چې يو دغه ډول رښتينى او د خلکو خدمتګار شخصيت مې نږدې همکار و.

ولسمشر غني وايي چې د هغه کورنۍ سره يې هم اړيکې نيولې دي او همدا راز مسوولينو ته يې لارښوونه کړې ده چې د محمد يوسف غضنفر د خاورو ته سپارلو مراسم په رسمي ډول ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې د اقتصادي او سوداګرۍ پراختيا او بېوزلۍ کمولو کې د ولسمشر غني ځانګړى استازى محمد يوسف غضنفر پرون ورځ په ترکيه هېواد کې د کورونا له امله ومړ.

هغه چې کورونا نيولى و، په کابل کې يې وضعيت د اندېښنې وړ و او له همدې امله څو ورځې مخکې د ترکيې هېواد ته انتقال شو، تر څو هلته يې درملنه وشي.

محمد يوسف غضنفر چې د غضنفر بانک مشر هم و، په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر غني له ټيم سره يو ځاى شو او د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې هغه خپل ځانګړى استازى وټاکه.

نوموړى په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو پخوانى استازى هم تېر شوى و، هغه د بلخ په مزار شريف ښار کې زېږېدلى و چې ويل کېږي ٦ لوڼه او ١ زوى ترې پاتې شو.

Loading...

دا هم ولولئ

پي اى اې الوتکه

د مالېزيا حکومت پاکستانۍ الوتکه په قرض\پور کې ګرځولې

د مالېزيا حکومت په پلازمېنه کوالالمپور کې د پاکستان دولتي الوتکه (پي اى اې) په …