کورپاڼه / جالب / پېسې هر څه کولاى شي؛ يو سړي ځان ته له طلا څخه ماسک جوړ کړى
د طلا ماسک

پېسې هر څه کولاى شي؛ يو سړي ځان ته له طلا څخه ماسک جوړ کړى

د کورونا وبا په اوسني حالت کې خلک هڅه کوي چې د داسې خلکو ملاتړ وکړي، چې ارزانه او ګټور ماسکونه جوړوي، تر څو د کورونا مخنيوى پرې وشي، خو په داسې وخت کې په هند کې يو کس بيا له طلا څخه د ځان لپاره ځانګړى ماسک جوړ کړى دى، چې ټوله طلا پکې کارول شوې ده.

د هند د پونى اوسېدونکي دغه سړي دا ماسک په ٢٨٩ زره هندي کلدارو جوړ کړى دى، چې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره يې پرې خپله خوله او پوزه پټه کړې وي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې شنکر کرادى د پونى ايالت د پيمپري-چنچواړ ولسوالۍ اوسېدونکى دى او له طلا څخه يې د ځان لپاره داسې ماسک جوړ کړى دى، چې ساه پکې اخيستى شي، خو هغه په دې ډاډه نه دى چې دا به د کورونا د مخنيوي لپاره ګټور هم وي او که نه.

د هند د ANI خبري اژانس په وېنا، دغه سړى د پونى د پيمپري-چنچواړ اوسېدونکى دى چې د ځان لپاره يې له خالصې طلا څخه په ٢٨٩ زره هندي کلدارو ماسک جوړ کړى دى او پکې يې داسې کوچني کوچني سوري کړي دي چې ساه پکې په اسانۍ واخيستلى شي.


خو د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې بيا ځينو خلکو پرې جالبې تبصرې هم کړې دي. يو کس ورته ليکلي دي، چې په پېسو انسان هر څه اخيستلى شي، خو عقل پرې نه شي اخيستلى.

يو کس ورته ليکلي دي، چې تا کولاى شو په دې پېسو ارزانه ماسکونه واخلې او په بې وزلو يې ووېشي. يو بل کس ورته ليکلي دي چې په دې هم نه پوهېږې چې د ماسک به دې له کورونا وساتلى شي او که نه، خو بيا دې هم دا ماسک جوړ کړى او اچولى دې دى، ښايي دا دې د ژوند وروستى د طلا ماسک وي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د هند په حېدراباد ښار کې بيا د طلا يو پلورنځي هم دوه داسې ماسکونه جوړ کړي دي چې ټول له طلا څخه جوړ شوي دي او بازار کې يې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي دي.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …