کورپاڼه / روغتيا / هند هڅه کوي تر خپلواکۍ ورځې پورې د کورونا واکسين خلکو ته وړاندې کړي
هند کورونا ويروس

هند هڅه کوي تر خپلواکۍ ورځې پورې د کورونا واکسين خلکو ته وړاندې کړي

د هند د روغتيا څېړنيزې ادارې (اى سي اېم ار) هيله څرګنده کړې ده چې په هند کې د کورونا ويروس لپاره جوړ شوي واکسين به د اګست تر ١٥مې نېټې پورې جوړ او د خلکو لپاره وړاندې شي. دغه ادارې دا خبره د کورونا واکسين د ازمايښت لپاره غوره شويو ادارو ته په يو خط کې ليکلې ده.

دا واکسين د اى سي اېم ار او په حېدراباد کې د هندي درملو جوړونکي شرکتونه په ګډه جوړوي.

اى سي اېم ار ويلي دي، چې د کلينيکي ازمايښت پاى ته رسېدو وروسته دا واکسين د عامو خلکو لپاره د اګست تر ١٥مې نېټې پورې، يعنې د هند د خپلواکۍ په ورځ خلکو ته ورکولى شي.

په هند کې ١٢ ادارې د دې واکسين د کلينيکي ازمايښت لپاره غوره شوي دي. د اى سي اېم ار مشر ډاکټر بلارام بهګوا د جولاى په ٢مه نېټه يادو ١٢ ادارو ته يو خط لېږلى دى او ورته يې ويلي دي چې د جولاى تر ٧مې نېټې پورې دې د کلينيکي ازمايښت لپاره اجازه واخلي.

پ خپل خط کې ډاکټر بهګوا ليکلي دي، چې د کورونا څخه د مخنيوي لپاره د اى سي ايم ار په مرسته جوړ شوي واکسين د چټک ازمايښت لپاره يې د هند د درملو جوړونکو شرکتونه سره تړون کړى دى.

د کلينيکي ازمايښت ترسره کېدو وروسته اى سي اېم ار په دې هڅه کې دى چې د اګست تر ١٥مې نېټې پورې دا واکسين ناروغانو ته ورسوي او د دې کار لپاره ډېر په چټکۍ سره هڅې روانې دي، خو دا ټول هر څه په هغه ١٢ ادارو پورې هم تړلي دي، چې د کلينيکي ازمايښت لپاره غوره شوي دي.

د يادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس لپاره په ١٠٠ بېلا بېلو واکسينونو کار روان دى او په دې برخه کې بيا د ځينو واکسينونو په انسانانو ازمايښت هم پيل شوى دى.

چين بيا په رسمي ډول د انساني ازمايښت څخه وروسته د خپل پوځ لپاره د يو واکسين د کارولو اجازه هم ورکړې ده.

همدا راز له چين پرته امريکا، برېتانيه او نور هېوادونه هم په دې هڅه کې دي چې د روان کال تر پاى پورې د کورونا واکسين جوړ او خلکو ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …