کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پېښور کې حکومت د (باچا خان چوک) نوم (چرګانو چوک) ته بدل کړى
باچا خان

پېښور کې حکومت د (باچا خان چوک) نوم (چرګانو چوک) ته بدل کړى

د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د هغه چوک نوم، چې د ستر خدايي خدمتګار او د عدم تشدد سرلاري خان عبدالغفار خان باچا خان په نوم (باچا خان چوک) نومول شوى و، د خېبر پښتونخوا حکومت د (چرګانو چوک) په نوم بدل کړى دى.

په ټولنيزو رسنيو کې د ياد چوک عکسونه خپاره شوي دي، چې پکې ليدل کېږي د خېبر پښتونخوا حکومت په دغه چوک باندې نوې لوحه لګولې ده، چې د (باچا خان چوک) پر ځاى پرې د (چرګانو چوک) نوم ليکل شوى دى.

د ايالتي حکومت په دې کار باندې د عوامي نېشنل ګوند پلويان او مشران غوسه شوي دي او دا يې د حکومت له تعصبه ډکه کړنه بللې ده.

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ايالتي مشر اېمل ولي خان په خپل يو ټويټ کې ويلي دي، چې سياسي اختلاف پر خپل ځاى، خو د اتلانو نومونه بدلول يو جرم دى.

هغه د خېبر پښتونخوا ايالتي حکومت ته ليکلي دي، که چېرته په درې ورځو کې دننه له ياد چوک څخه دا لوحه ليرې نه شوه او د (باچا خان چوک) لوحه پرې ونه لګېده، نو د عوامي نېشنل ګوند پلويان به په خپله دا لوحه ليرې کړي او د (باچا خان چوک) لوحه به پرې نصب کړي.


د يادولو وړ ده چې په خېبر پښتونخوا ايالت کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت دى. ياد حکومت له دې مخکې هم هڅه کوله چې په پېښور کې د (باچا خان نړيوال هوايي ډګر) او په چارسده کې د (باچا خان پوهنتون) نومونه بدل کړي، خو لا په دې کار نه دي توانېدلي.

همدا راز د عوامي نېشنل ګوند پلويان بيا دې کار غوسه کړى دى او د حکومت پر ضد يې په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کړي دي او همدا راز دا يې هم ليکلي دي چې باچا خان زموږ اتل دى.

بل لوري ته بيا په جلال اباد کې د باچا خان مزار او کمپليکس کارونه په وروستۍ مرحله کې دي او د ننګرهار والي وايي، چې ډېر ژر به د باچا خان مزار او کمپليکس پرانيستل شي.

د يادولو وړ ده چې اېمل ولي خان څه ورځې مخکې په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې پاکستان يې هېواد دى او د پاکستان بېرغ يې په ټويټر کې ځکه په خپل اکاونټ لګولى و، چې هېواد يې دى او د دې هېواد لپاره هرې قربانۍ ته تيار دى. د هغه په دې کار د عوامي نېشنل ګوند يو شمېر پلويانو هم نيوکې کړې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …