کورپاڼه / کرکټ / د ګربز د سليزې پر مټ افغان اتلانو بريا خپله کړه
رحمان الله ګربز

د ګربز د سليزې پر مټ افغان اتلانو بريا خپله کړه

د کابل لوبغالي کې د افغان لوبغاړو په څلورمه تمريناتي لوبه کې، چې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، افغان اتلانو د رحمان الله ګربز د سليزې پر مټ لومړۍ بريا خپله کړه.

د کرکټ بورډ د خبرپاڼې په وېنا، د ملي لوبغاړو ترمنځ په روانو تمريناتي سياليو کې د افغان اتلانو او افغان ځوانانو ترمنځ نن څلورمه لوبه ترسره شوه چې په پايله کې يې افغان اتلانو خپلې سيالې لوبډلې ته د ٨٨ منډو په توپير ماتې ورکړه.

افغان اتلانو د لوبې پچه ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه، چې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٣٠ منډې وکړې، د دوى له لوري رحمان الله ګربز ١٠٦ او نجيب الله ترکي ٤٨ منډې وکړې، همدا راز د افغان ځوانانو له لوري بيا شاپور ځدراڼ دوه، افتاب عالم او فريد ملک ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

خو افغان ځوانانو ونه شول کولاى چې ياد هدف پوره کړي او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې ١٤٢ منډې وکړې، چې د ٨٨ منډو په توپير يې له افغان اتلانو څخه ماتې وخوړله. د دوى له لوري دروېش رسولي ٥١ او لوبډلمشر سميع الله شينواري ٤٠ منډې وکړې.

د افغان اتلانو له لوري بيا مجيب الرحمان ٢، عظمت الله عمرزي او نوين الحق ١-١ ويکټ واخيسته.

د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ ٣ تمريناتي شل اوريزې سيالۍ ترسره شوې وې، چې په درې واړه سياليو کې افغان ځوانانو لوبډلې بريا خپله کړې وه. په نننۍ لوبه کې د افغان ځوانانو لوبډلمشر سميع الله شينوارى او په نورو درې واړه لوبو کې نجيب الله ځدراڼ لوبډلمشر و.

ياده دې وي چې په کابل کې د افغان لوبغاړى يو مياشتينى تمريناتي کمپ هم نن پاى ته ورسېد، په دې کمپ کې چې يو مياشت مخکې پيل شوى و ٢٤ لوبغاړو پکې ګډون درلود او کرکټ بورډ ويل، چې په دې کمپ کې به د لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه او تکړښت باندې کار وشي.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفي ډيواين

د نيوزيلېنډ ښځينه کرکټرې په شل اوريزو لوبو کې تاريخ جوړ کړ

د نيوزيلېنډ د ښځينه ملي لوبډلې لوبډلمشرې صوفي ډيواين په شل اوريزو لوبو کې نوى …