کورپاڼه / جالب / د کرکټ جالبه پېښه، خاوند او ښځه د يوې لوبډلې لپاره ولوبېدل
شرانيا سدارنګاني او فن

د کرکټ جالبه پېښه، خاوند او ښځه د يوې لوبډلې لپاره ولوبېدل

د اروپايي لس اوريزه کرکټ ليګ European Cricket Series T10 League کې داسې کار وشو، چې د کرکټ په تاريخ کې له دې مخکې داسې کار نه دى شوى.

زياتره وخت خو موږ ويني چې د کرکټ په مېدانونو کې تاريخونه جوړېږي، خو اروپايي لس اوريزه کرکټ ليګ کې بيا د خاوند پر ځاى يې ښځه ويکټ ساتنې ته راغله او دا لومړى ځل دى چې په کرکټ کې داسې کار کېږي.

شرانيا سدارنګاني ١

د اروپايي لس اوريزه کرکټ ليګ په نيمه پايلوبه کې د کى ايس وي کرکټ کلب لپاره فن سدارنګاني لوبه کوي، هغه ويکټ ساتونکى دى او په دغه لوبه کې يې پرېکړه وکړه چې هغه توپ اچونه ترسره کړي، نو د هغه پر ځاى ويکټ ساتنې ته د هغه مېرمن شرانيا سدارنګاني راغله.

شرانيا سدارنګاني په وروستيو کې هغه مهال د رسنيو سرټکې وګرځېده، کله چې هغې په اروپايي ١٠ اوريزه کرکټ ليګ کې لوبې پيل کړې، هغه لومړنۍ ښځينه لوبغاړې ده چې د نارينه و په دې ليګ کې لوبېږي او هغه په اصل کې د هند ده.

کرکټ لوبه

په نيمه پايلوبه کې چې کله د هغې خاوند توپ اچونه کوله، نو شرانيا سدارنګاني د ويکټو شاته ولاړه وه او ويکټ ساتنه يې کوله.

دا لومړى ځل دى چې په کرکټ کې داسې کار کېږي، تر دې مخکې د کرکټ په تاريخ کې داسې کله نه دي ليدل شوي، چې د خاوند پر ځاى دې ويکټ ساتنې ته د هغه مېرمن راشي او يا دې هم خاوند توپ اچونه کوي او مېرمن دې يې ويکټ ساتنه کوي.

شرانيا سدارنګاني

د يادولو وړ ده چې شرانيا سدارنګاني او فن سدارنګاني په مينه واده کړى دى او جالبه خبره دا هم ده، چې له واده وروسته ښځې د خپل خاوند نوم له خپل نوم سره يو ځاى کوي، خو فن بيا د خپلې ښځې نوم (سدارنګاني) له خپل نوم سره يو ځاى کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پيترادى سوتر

په لومړي ځل يو نرښځى د لومړي وزير مرستيال ټاکل شوى

د بيلجيم هېواد د (ګرين ګوند) يو نرښځى سياستوال پيترادى سوتر په لومړي ځل د …