کورپاڼه / بېلا بېل / انلاين مينه، بيا واده او له واده ٤ مياشتې وروسته يې خاوند ورک شو
واده

انلاين مينه، بيا واده او له واده ٤ مياشتې وروسته يې خاوند ورک شو

په هند کې يوې نجلۍ د انلاين ودونو وېبپاڼه کې يو سړي سره مينه وکړه او دواړو وروسته واده وکړ، خو د واده څلور مياشتو تېرېدو وروسته يې خاوند پسې ورک شو.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په مدهيه پردېش ايالت کې يوه نجلۍ چې د يوې انجيو مشره وه، د مجردانو يا ودونو په انلاين وېبپاڼه کې يې د بهاسکر په نوم يو سړى خوښ  شو، چې دواړو وروسته په مينه واده وکړ.

د واده وروسته دغه نجلۍ په خپل خاوند شک شو او له شک پېدا کېدو وروسته يې د هغې په تړاو د معلوماتو په راغونډولو پيل وکړو.

دغه ښځې د خپل خاوند په تړاو په ټولنيزو رسنيو داسې معلومات ترلاسه کړل، چې بهاسکر نه يوازې دا چې له دې مخکې يې دوه ودونه کړي دي، بلکې له مخکنيو دواړو ښځو څخه يو يو زوى هم لري.

د بهاسکر سره د دغه نجلۍ د واده يوازې ٤ مياشتې تېرې شوې وې او هغه له دې حقيقتونو خبره شوه، دا هر څه د هغې لپاره بېخي د نه منلو وړ و او همدا لامل شو چې هغه په دې تړاو له خپل خاوند څخه پوښتنې پيل کړې، خو څه ورځې وروسته يې خاوند له کوره ورک شو.

د بهاسکر دريمې مېرمنې بيا له ډېرو هڅو وروسته د هغه لومړۍ او دويمه مېرمن هم پېدا کړه او درې واړه مېرمنې يې په ګډه پوليسو ته لاړې. اوس پوليس په دې هڅه کې دي چې د درې واړه ښځو خاوند پېدا کړي.

د يادولو وړ ده چې د هند په ګډون په ډېرى هېوادونو کې په انلاين وېبپاڼو کې د ودونو کلتور ډېر پراخ شوى دى، په دې برخه کې ډېرې وېبپاڼې شته چې د ناواده کړو جوړو لپاره ښه ځاى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د شربت ګلې انځور په ۷۰ زره ډالر وپلورل شو او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د پښتنې مېرمنې شربت ګلې یو انځو په نړیواله کچه ستر ریکارډ جوړ کړ او …