کورپاڼه / کرکټ / بابر اعظم: نړيوال شل اوريز جام دې په خپل وخت ترسره شي
بابر اعظم

بابر اعظم: نړيوال شل اوريز جام دې په خپل وخت ترسره شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر بابر اعظم وايي، چې پکار ده چې نړيوال شل اوريز جام په همدې کال کې په خپل وخت ترسره شي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د درې ټېسټ او درې نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره انګلستان ته تللې ده، چې اوس هلته تمرينات ترسره کوي.

د پاکستان د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لوبډلمشر بابر اعظم له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې وروستۍ لوبې به ورته د اى سي سي نړيوال شل اوريز جام لپاره ډېرې ښې وي او دوى به پکې ډېر څه زده کړي.

هغه وويل، پاکستان د ځينو لوبو له بايللو وروسته د نړيوالو شل اوريزو لوبډلو د درجه بندۍ په لړ کې ښکته راغلى دى، چې هڅه يې دا ده چې انګلستان نه شل اوريزې لوبې وګټي، تر څو پاکستان په درجه بندۍ کې بېرته پرمختګ وکړي.

بابر اعظم د نړيوال شل اوريز جام په اړه وويل، چې زه فکر کوم چې دا جام دې سږکال په خپل وخت ترسره شي، هغه وويل چې د کپتان په توګه به دا زما لومړى جام وي او زه ورته ډېر په تمه يم، خو وروستۍ پرېکړه به اى سي سي کوي.

نوموړي زياته کړه، د کرکټ نړيوالې شورا چې د نړيوال شل اوريز جام په تړاو هره پرېکړه وکړه، موږ ته منظوره ده او هماغسې به مخکې ځو.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان لوبډله اوس په انګلستان کې ده، چېرته چې به د ويسټ انډيز او انګلستان تر سياليو وروسته له انګلستان لوبډلې سره درې ټيسټ او درې نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي. د پاکستان او انګلستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه به د اګست په ٥مه نېټه پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …