کورپاڼه / ليکنې / ولسمشر وايي نولس کاله مخکې په افغانستان کې پنځه لوستي خلک نه وو!
اشرف غني

ولسمشر وايي نولس کاله مخکې په افغانستان کې پنځه لوستي خلک نه وو!

داسې څوک به پیدا نه شي چې ورته ووايي چې تاته به معلوم نه وو، ولې چې په همدې مرکه کې دې ویلي چې پس له څلورویشت کلونو هیواد ته راستون شوی وې او لکه ستا د کابینې د یو شمیر چارواکو له کور دننه حالاتو خبر نه وې، د لوکل آفګنز په اړه دې معلومات ناسم وو!

ولسمشره، هغه څلورویشت کاله چې تا یاد کړي، هغه مهال او له هغې د مخه افغانانو په ولږه، په تنده، د راکټ ګولۍ او کلاشنکوف شپيلۍ مخ ته، د مرګ په کومې کې هم قلم پاللو، هم کتاب ساتلو. نیمه ورځ به یې مزدوري کوله، د سړک په غاړه به یې شاقه کارونه کول او نیمه ورځ به یې زدکړې کولې. دلته د حکومت په نه شتون کې سلګونو افغانانو د موسساتو په اډانه کې د همدې نیم او نیم کله تعلیم په مرسته د بې وزله ولس چوپړ کولو، د حکومت تشه یې ډکه کړې وه. دلته غلام فاروق وردګ چې تاسره ناست دی او غلام فاروق صافي چې زه ورسره کینم غربي متخصصین د دوي د وړتیا په اعتراف په احترام ودریدو ته مجبوره کړي وو. له معصوم ستانکزي پوښتنه وکړه، له حنیف اتمر پوښتنه وکړه، حال به درته ووايي!

جلالتماب ولسمشره، تا د شاعرانو خبره کړې، راځه چې ستا د مبالغې په مقابل کې ګستاخي وکړم او لږه مبالغه وکړم. تا ویلي چې نن نه نولس کاله مخکې دلته پرته له یو کس بل شاعر نه وو. واوره، نن نه نولس کاله مخکې د نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې د یکشنبې په پاڼو به زما په انګریزي ژبه شعرونه خپریدل. ته وایې نن نه نولس کاله مخکې پښتو کې شاعر نه وو، زه درته وایم چې نن څخه نولس کاله مخکې سلګونو افغانانو د پښتو ادب ډیوه په سوال او خیرات بله ساتله او زرګونه ځوانان یې د روزنې لاندې نیولي وو! یو شمیر هغه مشران نن تاته د افغاني، پښتو ادب او کلتور په اړه مشورې درکوي، ستا په شان د یو مفکر سلاکاران دي!

ولسمشره، دلته لکونه ځوانانو پرته له دې چې پوه شي چې دا لوړې زدکړې به ورته ګټه وکړي که نه، د غربت او بدمرغۍ په تیارو کې د علم مشال روښانه ساتلی وو.مونږ هغه خلک یو چې د تهرډ کلاس پوهنتونونو نه مو ورلډ کلاس کادرونه تولید کړي. آن که ستا په پیمانه یې درسره اندازه کړم، او انګریزي معیار وګرځوم، نو همدې خړو پړو افغانانو په همدې خړ پړ وطن کې له نن څخه نولس کاله مخکې ستا د ویرجینیا او نیویارک میشتو په ایکسنټ یا ګړدود انګریزي ویل زده ول!

لطفاً، د خپلې ناخبرۍ له کبله د دې وطن د زیارکښو پلرونو او میندو زیار او زحمت ته، زما په شان یتیمانو ته سپکاوی مه کوئ. مونږ پنځه ویشت کاله مخکې هم سل ګونه او زرګونه لوستي، بلکې ورلډ کلاس لوستي خلک درلودل او نولس کاله مخکې هم! او که بیخي معیار تیټ کړم، نو ستا د تیرې او اوسنۍ کابینې د بعضو وزیرانو په سویه خو مو بیخي ډیر کسان درلودل.

وروستۍ خبره!

که درسره دا هم ومنم چې پس له نولس کلونو مو لوستي خلک پیدا کړي نو یوه مهرباني وکړئ، د دغه پرمختګ کریډټ ځان ته مه کشوئ. د دغه پرمختګ کریډیټ لومړی ورلډ بینک، یوایس ایډ، یو این، موسساتو، چیوننګ، ډآډ او فلبرایټ ته ځي او بیا پخواني ولسمشر کرزي ته. د کریډیټ په ځای له دغه خلکو مننه وکړئ چې د حکومت چلولو دپاره یې خلک درته چمتو کړي.

ليکوال : مشتاق رحيم

Loading...

دا هم ولولئ

ان انډين

د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى

د کرکټ ډېرو لوبغاړو په فلمونو کې کار کړى دى، خو دلته د شپږ هغه …