کورپاڼه / سياست او روانې چارې / جاوېد اميرخېل: د باچا خان هلې ځلې د هېرولو نه دي
جاوېد اميرخېل او باچا خان

جاوېد اميرخېل: د باچا خان هلې ځلې د هېرولو نه دي

نوموتي افغان سندرغاړي جاوېد اميرخېل د عدم تشدد سرلاري او ستر خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان باچا خان د مزار او کمپليکس په جوړولو خوښي ښکاره کړې ده او وايي چې د باچا خان هغه هلې ځلې چې د لر و بر افغانانو د ابادۍ خپلواکۍ لپاره يې کړي، د هېرولو نه دي.

د باچا خان مزار په جلال اباد کې دى، چې په وروستيو کې يې کارونه چټک شو او د ننګرهار شاه محمود مياخېل وويل، چې د دې مزار او ورسره د کمپليکس کارونه په وروستۍ مرحله کې دي او ډېر ژر به پرانيستل شي.

د نورو خلکو تر څنګ په دې تړاو نوموتي سندرغاړي جاوېد اميرخېل هم خوښي ښکاره کړې ده.

جاوېد اميرخېل په خپل فېسبوک کې ليکلي دي: ((له ټولو قدرمنو مشرانو، همځولو مننه کوو چې د ستر انسان خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان باچا مزار يې په ښکلي ننګرهار همېشه بهار ولايت کې په ښه شان بيا له سره ورغولو، کور مو ودان.))

هغه مخکې ليکي: ((موږ دا منو چې افغان ملت په اقتصادي برخه کې ډېر اړ او محتاج دى، خو د باچا خان هلې ځلې چې د لر و بر افغانانو د ابادۍ خپلواکۍ لپاره يې کړي، د هېرولو نه دي، د ستر باچا خان روح دې ښاد وي، ياد يې تل پاتې.))

د يادولو وړ ده چې د باچا خان د مزار او کمپليکس چارې ډېر کلونه پخوا پيل شوې وې، خو کارونه يې په سمه توګه نه ترسره کېدل او همداسې ځنډېدلي پاتې و، د ننګرهار اوسني والي شاه محمود مياخېل د نورو کارونو تر څنګ د باچا خان مزار ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه او اوس دغه مزار په ښکلې بڼه جوړ شوى دى.

د باچا خان د مزار په جوړېدو نه يوازې دا چې افغانانو خوښي ښکاره کړې ده، بلکې د عوامي نېشنل ګوند پلويانو هم په ټولنيزو رسنيو کې د دې مزار د جوړېدو په اړه ډېر پوسټونه کړي دي او په دې يې خوښي ښکاره کړې ده.

دا هم ولولئ

عزیزي بانک

د عزيزي بانک خپلسري، د خلکو ضرورتونه، بېروبار او د اې ټي اېم ماشینونو خرابېدل

د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ ورځې دي، اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي، خو …