کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ لومړنى هغه هوټل چې په طلايي اوبو وينځل شوى
طلايي هوټل ١

د نړۍ لومړنى هغه هوټل چې په طلايي اوبو وينځل شوى

د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د هوټلونو کاروبار په ټپه ولاړ دى، خو تاسې به حېرانه شئ چې د وېتنام يو ميلياردر د سرو زرو يا طلا په اوبو وينځل شوى داسې هوټل جوړ کړى دى، چې په ليدو به يې مو سترګې خوږې شي.

د انډيا ټايمز د راپور په وېنا، په وېتنام کې دا هوټل د (هوا بنه ګروپ) له لوري جوړ شوى دى. د دغه شرکت مشر نګيوين هو ډونګ دى. د دې هوټل په جوړولو ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالر مصارف شوي دي او د دې هوټل په ټولو ځايونو، لکه کوټې، لوښي او ان تشنابونو باندې هم د طلا اوبه لګول شوي دي.

طلايي هوټل ٢

په راپور کې ويل شوي دي، چې که څه هم دا هوټل ډېر زيات ښکلى او په زړه پورې دى، خو دا يوازې د شتمنو خلکو لپاره نه دى جوړ شوى، بلکې هر څوک کولاى شي چې په دې هوټل کې شپه تېره کړي.

د دې هوټل د يوې شپې کرايه ٢٥٠ امريکايي ډالر ده. دا هوټل د وېتنام په پلازمېنه هنويي کې جوړ شوى دى او ٢٥ منزلونه لري.

طلايي هوټل ٣

د يادولو وړ ده چې ځينې خلک له طلا سره ځانګړې مينه لري، د يوې عربۍ شهزادګۍ په واده کې يې ورته پلار نه يوازې دا چې د واده ټوله کوټه له طلا جوړه کړې وه، بلکې د هغې تشناب او کالي يې هم طلا څخه جوړ کړي و.

همدا راز تېرو ورځو کې به مو په خپلواک وېبپاڼه کې راپور لوستى وي، چې د هند په پونى ښار کې يو شتمن کس څه کم درې سوه زره هندي کلدارو باندې د ځان لپاره د مخ ماسک جوړ کړى و.

د کورونا د مخنيوي لپاره د ماسک اچول لازمي ګرځول شوې دي او په داسې وخت کې د هند دغه کس، چې له طلا سره يې ځانګړې مينه درلوده، د ځان لپاره يې ماسک هم له طلا څخه جوړ کړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ

هغه پاکستانۍ نجلۍ چې په ٢ مياشتو کې يې ١٢ ودونه وکړل

په اسلام کې نارينه ته د ٤ ودونو اجازه ده، خو بيا هم تر ډېره …