کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کويټ کې په لومړي ځل ښځينه قاضيانې مقررې شوې
ښځينه قاضۍ

کويټ کې په لومړي ځل ښځينه قاضيانې مقررې شوې

د کويټ حکومت په لومړي ځل ٨ ښځينه قاضيانې مقررې کړې دي، دا ښځې اوس د سترې محکمې منظورۍ ته په تمه دي.

د الشرق الاوسط ورځپاڼې د راپور په وېنا، په خليجي هېوادونو کې کويټ څلورم هغه هېواد دى چې ښځې پکې قاضيانې ټاکل کېږي. په کويټ کې په تاريخ کې په لومړي ځل ٨ ښځې قاضيانې ټاکل شوې دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د کويټ د سرې محکمې ناسته به د سې شنبې په ورځ وشي او هلته به د ٨ ښځينه قاضيانو د منظورۍ پرېکړه هم وشي. دا ښځې به د سپتمبر په مياشت کې خپله دنده پيل کړي.

د کويټ د پارلمان مشر مرزوق علي الغانم وايي، چې په کويټ کې د ښځينه قاضيانو ټاکلو پرېکړه ستايي او په دې کار سره به په کويټ کې ښځې لا ډېر پرمختګ وکړي.

الغانم په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي، چې زه د کويټ ښځو ته سلام کوم، دوى په هره برخه کې خپله وړتيا ښکاره کړې ده او برياوې يې خپلې کړې دي.

خو بل لوري ته ځينې خلک بيا په کويټ کې د ښځينه قاضيانو ټاکلو باندې نيوکې هم لري، دوى وايي چې د قاضي دنده يوازې د نارينه و ده او ښځې بايد قاضيانې ونه ټاکل شي.

ښځينه قاضيانې

هغه اته ښځې چې په لومړي ځل به د قاضيانو په توګه وټاکل شي، په هغوى کې فاطمه عبدالمنعيم عطيه، فاطمه فېصل الکندري، فاطمه يعقوب الفرحان، سنابل بدر الحوطي، بشاير عبدالجليل علي، بشاير صالح الرقدان، راوي عسام الطبطبايي او لولوة ابراهيم الغانم شاملې دي.

د يادولو وړ ده چې په خليجي هېوادونو کې کويټ لومړنى هېواد نه دى چې ښځينه قاضيانې پکې ټاکل کېږي، بلکې تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو، قطر او بحرېن کې هم ښځينه قاضيانې ټاکل شوې دي چې دوى اوس هلته خپلې دندې ترسره کوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …