د اترا ادارې د فري انټرنېټ د اوازو په اړه سپيناوى ورکړ، له پرون راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کېږي چې په هره شبکه کې د يو کوډ په ورکولو سره پنځه جي بي فري انټرنېټ ترلاسه کولاى شئ.
د اترا ادارې وياند سعيد شينواري په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې دا وړيا انټرنېټ يوازې د محصلينو او زده کوونکو د انلاين زده کړو لپاره دى او بل هېڅ ځاى کې ترې ګټه نه شي اخيستل کېداى.
هغه وايي، کله چې د دوى د E Learning پروګرام په انلاين بڼه پيل شي، نو له هغه وروسته به زده کړيالان وکولاى شي چې د دغه فري انټرنېټ په مرسته يې وګوري، دا انټرنېټ د ګوګل، فېسبوک، يوټيوب او ګېمونو په برخه کې هېڅ کار نه کوي.
سعيد شينواري په خپل فېسبوک کې ليکلي دي:
((د فري انټرنېټ د اوازې په اړه د اترا خپلواکې ادارې سپیناوی:
درنو هېوادوالو! اترا اداره محصلینو او زده کوونکو ته د وړیا انلاین زده کړو پروګرام (E – Learning) باندې کار کوي.
تاسو چې له نن ماښام راهیسې له مخابراتي شبکو څخه کومه د پنځه جي بي بسته وړیا فعالوئ، دا تاسو ته د انټرنیټ د نورو کړکیو، ګوګل، فیسبوک، یوټیوب او ګیمونو په پرانیستلو کې مرسته نه شي کولای.
هو کله چې موږ E – Learning پروګرام پر لیکه کړ بیا به دا انټرا نیټی بستې له تاسو سره یوازې د انلاین زده کړې په برخه کې مرسته وکړي.))
د يادولو وړ ده چې له پرون راهيسې په فېسبوک کې د وړيا انټرنېټ په اړه پوسټونه کېږي. تر ډېره پورې خلک لګيا دي او د يوه ځانګړي کوډ په مرسته د ټولو شبکو په سيمکارټونو کې فري يا وړيا انټرنېټ ترلاسه کوي، خو دا وړيا انټرنېټ پرته له زده کوونکو د هيچا په ګټه نه دى.