کورپاڼه / هنر او کلتور / ايا سروج خان مسلمانه شوې وه؟
سروج خان

ايا سروج خان مسلمانه شوې وه؟

د هندي فلمونو د نڅا ښوونکې يا کوريوګرافره سروج خان چې څو ورځې مخکې ومړه، يوه پخوانۍ مرکه يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې د مسلمانېدو کيسه کوي.

سروج خان په خپله دغه مرکه کې وايي، چې له مسلمانېدو مخکې هغې په خوب کې خپله مړه شوې لور ليدله، لور يې په جومات کې وه او په پرلپسې ډول به يې هغې ته ويل چې جومات ته راننوځه.

سروج خان وايي، دا خوب به يې هر وخت ليدلو او همدا خوب د دې لامل شو چې هغه مسلمانه شوه.

مادوري ډيکشټ او سروج خان

په ١٩٩٦ کال کې د سروج خان په ژوند کې سردار روشن خان راغى، چې له هغې سره يې واده د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې دوام وکړ. د سردار روشن خان سره د واده لپاره سروج خان مسلمانه وه او بيا يې په فلمونو کې د سروج خان په نوم کوريوګرافي پيل کړه.

سروج خان په خپله يوه مرکه کې وايي، چې زه هندوه وم، زما نوم سروج کشن چند سادو سينګ ناګپال و او موږ سينديان يو. په ١٩٦٦ کې مې له سردار روشن خان سره مينه پېدا شوه او بيا موږ واده وکړ.

هغه وايي، ما د سردار روشن خان سره د واده لپاره دين نه دى بدل کړى، بلکې له اسلام سره مې مينه پېدا شوه او د همدې مينې لامل شو چې زه مسلمانه شوم.

سروج خان ١

د مسلمانېدو په اړه سروج خان وايي، کله چې ما د مسلمانېدو پرېکړه وکړه، نو د ممبۍ تر ټولو ستر جومات ته لاړم او هلته مې خپل دين بدل کړ او مسلمانه شوم.

سروج خان وايي، له ما څخه په جومات کې پوښتنه وشوه، چې ايا څوک خو په زوره په تا دين نه بدلوي، نو ما ورته وويل چې نه، زما له اسلام سره مينه پېدا شوې ده.

د يادولو وړ ده چې د هندي فلمونو د نڅا دا مشهوره ښوونکې يا کوريوګرافره د ٧١ کلونو په عمر د زړه د بندېدو له امله څو ورځې مخکې د هند په ممبۍ کې ومړه.

Loading...

دا هم ولولئ

پاريش راول او اکشى کمار

اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي

په ٢٠١٢ کال کې د هندي سينما مشهور فلم OMG يا Oh My God نندارې …