کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر د واحد نوشېر استعفا ومنله، د هغه لاسته راوړنې دلته ولولئ
وحيدالله نوشېر

ولسمشر د واحد نوشېر استعفا ومنله، د هغه لاسته راوړنې دلته ولولئ

د افغانستان بانک پخواني مرستيال واحد نوشېر استعفا د ولسمشر غني له لوري ومنل شوه. نوموړي په خپل يو پوسټ کې دا خبره تاييد کړې ده.

د افغانستان بانک پخواني مرستيال واحد نوشېر په خپل فېسبوک کې ليکلي دي، چې له ولسمشر غني څخه مننه کوي چې د هغه استعفا يې ومنله.

هغه ليکي، چې د قدر وړ ولسمشر زما په کاري موده چې شاوخوا درې نيم کاله وه، د افغانستان بانک خپلواکۍ ته بشپړ درناوى وکړ چې زه يې خورا منندوى يم.

واحد نوشېر له خلکو څخه هم مننه کړې ده چې د هغه سره يې غږ بدرګه کړ او پر خپل رښتيني دريځ کلک ودرېدل چې په دې سره يې زموږ غږ او دريځ لا ځواکمن کړ.

واحد نوشېر همدا راز يو شمېر هغه لاسته راوړنې هم شريکې کړې دي، چې د هغه په وېنا په درې نيم کاله کې چې هغه د افغانستان بانک مرستيال او سرپرست پاتې شوى و، لاندې لاسته راوړنه يې درلودې:

لومړی: دافغانيو ترويج: د ولس په بې سارې مرسته او د والي صاحبانو په اړينو همغږيو؛ له څلورو لسيزو وروسته افغانۍ دود او د چلند بهير ته دننه شوه.

دويم: ارزي شتمنۍ: د افغانستان بانک په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې زموږ ناخالصه ارزي شتمنۍ تر نهه (۹) ميلياردو امريکايي ډالرو اوړي. الحمدالله!

درېيم: اسلامي بانکداري: په ګران هيواد کې په لومړي ځل د اسلامي بانکدارۍ خپلواکه اداره جوړه شوه او لومړي اسلامي بانک ته د فعاليت جواز ور کړل شو.

څلورم: د FATF له خړ نوملړ څخه د افغانستان وتل: له خورا ډېرو هڅو او هاند څخه وروسته په دې بريالي شوو چي افغانستان د FATF له خړ ليست څخه را وباسو.

پينځم: د افغانۍ ټيکاو: افغانۍ د سيمې په کچه په یوه باثباته پولي واحد واوښته. بېلګه؛ په تاريخ کې افغانۍ د پاکستانۍ کالدارې په وړاندې خپل لوړ پولي ارزښت وساته.

شپږم: د IMF پروګرام: افغانستان په لومړي ځل د پيسو نړېوال صندوق پروګرام په برياليتوب سره بشپړ کړ.

اووم: بانکي ټيکاو: په ستونزمنو شرايطو کې په ځانګړې توګه د کورونا نړېوالې وبا پرمهال د بانکي نظام ثبات په ښه توګه وساتل شو.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان بانک د نوي سرپرست رييس اجمل احمدي په راتګ سره په دغه بانک کې يو شمېر د فساد دوسيې راوسپړل شوې، چې له امله يې څلور تنه چې يو پکې د بانک دويم مرستيال هم شامل و، له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړل.

د ياد ګام پر وړاندې د افغانستان بانک پخواني لومړي مرستيال واحد نوشېر غږ پورته کړ او د اجمل احمدي له لوري هغه هم دې ته مجبوره شو چې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړي.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …