د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او ډېر ژر به په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړې کړي.
د سعودي عربستان سفير جسيم محمد الخادي د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار سره دا خبرې کړې دي.
د مشرانو جرګې د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د سعودي عربستان سفير جسيم محمد الخادي د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار سره په ليدنه کې وويل، چې هېواد يې د افغانستان لپاره د ٣٥ پرمختيايي پروګرامونو او د سلو مدرسو د جوړولو لپاره بوديجه منظوره کړې ده.
په دغه خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې ده، چې سعودي عربستان د کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د دوه سوه ميليونه سعودي ريالو مرسته هم په پام کې لري او همدا راز ډېر ژر به په ننګرهار کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو کارونه هم پيل شي او هم به د ٣٠ ميليونه ډالرو په ارزښت په کابل کې يو مجهز روغتون جوړ کړي.
په دغه ليدنه کې فضل هادي مسلميار د سعودي عربستان سفير څخه وغوښتل: ((دا چې افغانستان کې د فرضي حج مینه وال زیات دي او له بلې خوا د کرونا وبا د سږکال حج مراسمو کې د حاجیانو د نه ګډون لامل شوه او همدا راز د افغان حاجیانو ونډه هر کال ۳۰ زره تنه ده، هیله مندي مې وښوده چې راتلونکو کلونو کې دا ونډه ۵۰ زره تنو ته لوړه شي او هم دې د سعودي عربستان له لوري د ټولګټو تاسیساتو او جوماتونه جوړول ډېر شي.))
د سعودي عربستان سفير جسيم محمد الخادي وويل: (( د سعودي عربستان پاچا افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې همکاریو ته ژمن دی، نو موړي زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان له پاره د پنځه دېرشو پرمختیایي پروګرامونو او د سلو مدرسو د جوړېدو لپاره بودجه منظور کړې او په نږدې راتلونکي کې به د ننګرهار ولایت کې د افغانستان د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو عملي کار پیل شي او هم به د دېرش میلیونه ډالرو په ارزښت کابل کې یو مجهز روغتون جوړ شي.))