کورپاڼه / روغتيا / کورونا ويروس؛ هند د ناروغانو درملنې لپاره ١٠ زره بستريز روغتون جوړ کړ
١٠ زره بستريز روغتون ١

کورونا ويروس؛ هند د ناروغانو درملنې لپاره ١٠ زره بستريز روغتون جوړ کړ

هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې د کورونا ويروس ناروغانو کچه پکې ډېره ده، تازه د هند حکومت په پلازمېنه نوي ډيلي کې ١٠ زره بستريز روغتون يا روغتيايي مرکز چې د کورونا ناروغانو درملنه به پکې کېږي، پرانيست.

د راپورونو په وېنا، دا روغتيايي مرکز د فوټبال د ٢٠ لوبغالو هومره لوى دى، چې ځايي رسنۍ وايي، د نړۍ تر ټولو لوى روغتون يا روغتيايي مرکز دى.

د کورونا ناروغانو لپاره جوړ شوي په دې روغتيايي مرکز کې به د هغه ناروغانو درملنه کېږي، چې يا خو يې نښې ډېرې کمې وي او يا يې هم ټېسټ مثبت راغلى وي خو هېڅ نښې ونه لري.

١٠ زره بستريز روغتون

د هند پلازمېنه نوى ډيلي يو له هغه ښارونو څخه دى چې کورونا ډېر اغېزمن کړى دى، يوازې د شنبې په ورځ په نوي ډيلي کې ٢٥ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې د کورونا ويروس ناروغانو شمېر له ٦٧٥ زرو څخه پورته شوى دى.

همدا راز په هند کې په ځايي کچه د کورونا ويروس لپاره د واکسين په جوړولو هم ډېر په چټکۍ سره کار روان دى. دا واکسين د هند ځايي شرکتونه جوړوي او د هند روغتيايي ادارې هيله منې دي چې د دې واکسين کلينيکي ازمايښت به ژر ترسره شي او د اګست تر ١٥مې نېټې پورې به دا واکسين جوړ او خلکو ته ورسول شي.

د هند روغتيايي اداره چې د روغتيايي شرکتونو سره په ګډه دا واکسين د هند په حېدر اباد کې جوړوي، په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دوى ډېر په چټکۍ سره کار روان کړى دى او هيله يې دا ده چې په جولاى مياشت کې به کلينيکي ازمايښتونه سر ته ورسوي، چې د دې لپاره يې ١٢ ادارې غوره کړې دي.

دا هم ولولئ

پر پوستکي د داغونو پیدا کېدل او سببونه یې

په طبیعي ډول د انسان پوستکی ټول یو ډول رنګ لري، خو په ځینو روغتیایي …