کورپاڼه / بېلا بېل / د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره عبادتځاى (مندر) جوړوي
هندوه نجلۍ

د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره عبادتځاى (مندر) جوړوي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان په اسلام اباد کې د هندوانو د عبادتځاى (مندر) د جوړولو لپاره د ١٠٠ ميليونه پاکستاني کلدارو ورکولو اعلان کړى دى، چې د دې پېسو د منظورۍ سره سم د مندر کارونه پيل شوي دي.

د پاکستان يو ليکوال منصور افاق په خپله يوه ليکنه کې ليکلي دي، چې په پاکستان کې شاوخوا ٨٠٠ زره هندوان ژوند کوي، چې ډېرى يې د پاکستان په سند ايالت کې اوسېږي، خو په اسلام اباد کې هم بيا ٣٠٠ هندوان ژوند کوي.

اسلام اباد مندر ١

دا هغه هندوان دي چې له سند څخه اسلام اپاد ته تللي دي. د اسلام اباد په سيدپور کلي کې د هندوانو يو کوچنى عبادتځاى (مندر) شته دى، خو دا حکومت کلتوري ځاى بللى دى. هندوان وايي چې دا ځاى ډېر کوچنى دى او دوى په اسلام اباد کې داسې کوم ځاى نه لري چې خپل مذهبي ورځې او عبادت پکې ترسره کړي.

په ٢٠١٧ کال کې د پاکستان حکومت هندوانو ته د عبادتځي (مندر) جوړولو لپاره په اسلام اباد کې ځمکه ورکړې وه، خو د پېسو د نه شتون له امله د دغه مندر جوړولو چارې په ټپه ولاړې وې.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ياد مندر د جوړولو لپاره د ١٠٠ ميليونه روپيو ورکولو اعلان کړى دى، چې له دې سره سم د مندر کارونه هم پيل شوي دي.

اسلام اباد مندر

د عمران خان له لوري د مندر لپاره د پېسو له اعلان وروسته چې په دغه مندر کې کار پيل شوى دى، په پاکستان کې يو شمېر مسلمانو ګوندونو پرې نيوکې کړې دي او همدا راز ويلي يې دي، چې دوى به هيچا ته اجازه ور نه کړي چې په اسلام اباد کې مندر جوړ کړي.

په ټولنيزو رسنيو کې هم پاکستانيان دوه ډلې شوې دي، يوه ډله يې وايي چې دوى ټولو دينونو ته احترام لري او بايد د هر دين پلويان خپل عبادتځايونه ولري، خو بله ډله بيا وايي، چې پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوى هېواد دى او هندوانو ته اجازه نشته دى چې دلته مندر جوړ کړي.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …