د هند په يوه ايالت ناګالېنډ کې د سپي غوښې ډېرې په شوق خوړل کېدلې، چې ويل کېږي تازه پکې د سپي غوښې د خامې او پخې غوښې پر خرڅلاو بندېز لګېدلى دى.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په ناګالېنډ ايالت کې د سپي غوښه په مارکېټونو کې پلورل کېدله او خلکو به ډېر په شوق هم خوړله، چې تازه حکومت د سپي د غوښې پر خرڅلاو بندېز لګولى دى.
په راپورونو کې ويل شوي دي چې د سپي د غوښې پر واردولو او هر ډول تجارت بندېز لګېدلى دى.
په راپورونو کې زياته شوې ده، چې د سپيانو پر غوښه وروسته له هغې بندېز ولګېد، چې خلکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه. يوه اونۍ مخکې د اپوزيسيون غړې مانيکا ګاندهي په ناګالېنډ کې د سپيو د نوو عکسونو له خپرېدو وروسته په دغه ايالت کې د ځناورو د حقونه ساتنې ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د دې پر وړاندې دې غږ پورته کړي او په ټولنيزو رسنيو کې يې له خلکو څخه وغوښتل، چې د سپيو د غوښې خوړل دې پرېږدي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د مانيکا ګاندهي له خواست څخه وروسته تر ١٠٠ زره زياتو کسانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سپيو پر غوښې دې بندېز ولګېږي.
په دغه ايالت کې د ځناورو د ساتنې ټولنې وايي، چې د دوى د معلوماتو له مخې، هر کال ناګالېنډ ته ٣٠ زره سپي له بېلا بېلو لارو راوستل کېږي، چې د سپيو په منډيو کې دا خرڅول کېږي.
د يادولو وړ ده چې د هند ناګالېنډ يوازينى هغه ځاى نه دى چې د سپيو غوښه په پکې خلکو په شوق خوړله، بلکې د چين، تايوان په ګډون د نړۍ يو شمېر داسې نور هېوادونه هم شته دي، چې هلته هم خلک د سپي غوښه ډېر په شوق خوري.