کورپاڼه / کرکټ / د ملي لوبډلې تخنيکي توپوهونکى رحمت شاه ٢٧ کلن شو
رحمت شاه ١

د ملي لوبډلې تخنيکي توپوهونکى رحمت شاه ٢٧ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تخنيکي توپوهونکى رحمت شاه ٢٧ کلن شو، نن د نوموړي د ژوند ٢٧ پسرلي پوره شو او کليزه يې ده.

رحمت شاه د ملي لوبډلې يو له هغه توپوهونکو څخه دى چې په ډېر تخنيکي ډول توپوهنه ترسره کوي، هغه په لوبډله کې الراونډر لوبغاړى دى چې په ښي لاس توپوهنه کوي او همدا راز ليګ برېک ګوګلي توپ اچونه ترسره کوي.

رحمت شاه زرمتى د ١٩٩٣ کال د جولاى په ٦مه نېټه په پکتيا کې زېږېدلى دى، چې د افغانستان لپاره يې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ٢٠١٣ کال د مارچ په ٦مه نېټه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړې ده او لومړۍ ټېسټ لوبه يې د هند پر وړاندې ترسره کړې ده.

هغه په ټېسټ سياليو کې د افغانستان لومړنى او يوازينى توپوهونکى دى چې سليزه يې وهلې ده، نوموړي په د ټېسټ لوبو په يوه پاڼۍ کې د بنګله دېش پر وړاندې ١٠٢ منډې کړې وې.

رحمت شاه

رحمت شاه د افغانستان لپاره په ٤ ټېسټ او ٧٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى. هغه په ټېسټ لوبو کې ٢٩٨ منډې ترلاسه کړې دي چې ١ سليزه او ٢ پنځوسيزې يې هم وهلي دي او اوسط يې ٣٧.٢٥ دى.

په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې نوموړي د ٣٥.٢٠ په اوسط ٢٣٥٩ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١١٤ زياتې منډې هم کړي دي. هغه ١٦ پنځوسيزې او ٤ سليزې وهلي دي.

نوموړي په ټېسټ سياليو کې توپ اچونه نه ده کړې، خو په يو ورځنيو لوبو کې يې بيا ١٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

د دې تر څنګ نومړوي ١٨ فرسټ کلاس، ١١٢ لېسټ اې او ٢١ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې په فرسټ کلاس کې يې ١٠٨٥، ليسټ کې ٣٤٨٥ او شل اوريزو لوبو کې ٢٧٠ منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …