کورپاڼه / روغتيا / د کورونا ناروغان به د خوند او بوي حس نه څومره وخت محرومه وي؟
د کورونا نښې

د کورونا ناروغان به د خوند او بوي حس نه څومره وخت محرومه وي؟

په يوه تازه څېړنه کې روغتياپالانو موندلې ده، هغه کسان چې کورونا ويروس ناروغۍ نيولي وي، ١٠ سلنه يې يوه مياشت وروسته هم په خوند او بوي نه پوهېږي او دا حس يې کار نه کوي.

په ايټاليه کې ځينو څېړونکو په يوه کوچنۍ ډله څېړنه کړې ده، چې دا کسان کورونا نيولي و، خو دومره سخت نه و چې بايد روغتون ته وړل شوي واى، دوى ته په څېړنه کې معلومه شوه چې يو شمېر کسان له يوې مياشتې وروسته هم په خوند او بوي نه پوهېدل او له دې حس څخه محرومه و.

په دې څېړنه کې ويل شوي دي، هغه کسان چې کورونا نيولي و، په ١٠ کسانو کې يو داسې وي چې په يوه مياشت کې هم په خوند او بوي نه پوهېږي.

د يادولو ده چې د کورونا ناروغۍ په نښو کې د ټوخي او تبې تر څنګ اوس د خوند او بوي له منځه تلل هم يوه مهمه نښه ګڼل کېږي.

دا څېړنه په روغتيايي مجله JAMA Otalaryngology – Head and Neck Surgery کې خپره شوې ده، چې پکې د کورونا ويروس د ١٨٧ ناروغانو څېړنه شوې ده.

روغتياپالانو او څېړونکو دوى ته وويل، چې د کورونا نيولو څخه وروسته دې دوى ته د بوي او خوند په اړه معلومات ورکړي او د راتلونکې يوې مياشت پورې پر دوى يوازې په همدې برخه کې څېړنې وشوې.

په دغه ډله کې ٦٠ سلنه، يعنې ١١٣ کسانو وويل، چې د دوى په خوند او بوي کې بدلون راغلى دى، همدا راز ٥٥ کسانو وويل چې دوى په بشپړه توګه روغ شوي دي، ٤٦ کسانو بيا وويل چې په دوى کې د کورونا نښې تر څه حده پورې سمې شوې دي، همدا راز ١٢ کسانو بيا وويل، چې په دوى کې د نښو هېڅ بدلون نه دى راغلى يا هم پکې نښې ډېرې شوې دي.

په دې څېړنه کې معلومه شوه چې په يوه مياشت کې د نيمايي کسانو د خوند او بوي حس سم شوى دى، په ٤٠ سلنه کسانو کې بيا ښه والى راغلى دى او ١٠ سلنه کسان داسې و چې په هغوى کې د نښو هېڅ بدلون نه و راغلى.

د ايټاليې د پاډوا پوهنتون ډاکټر پاولو باسکولو وايي، چې هغه کسان چې د کورونا نښې پکې زياتې يا ژورې وي، د هغوى په ښه کېدو کې ډېر وخت ولګېدو. هغه وويل په نړيواله کچه ښايي ډېرى ناروغان د دې حسونو د ژر نه رغېدو له ستونزې سره مخ شي.

د يادولو وړ ده چې په مۍ مياشت کې د برېتانيې روغتيايي ادارې د خوند او بوي تګ هم د کورونا نښو کې شامل کړ، دوى وايي چې په ٤ کې ١ کس داسې و، چې نورې نښې يې نه درلودې، خو يوازې د څه شي په خوند او بوي نه پوهېدل.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د پيازو چاى

د پیازو چای د ټوخي، زکام او نزلې درملنه ده!

د هوا او موسم په بدلېدو سره هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې …