کورپاڼه / کرکټ / انضمام: که د نړيوال شل اوريز جام پر ځاى IPL ترسره شو نو له نيوکو سره به مخ شي
انضمام الحق

انضمام: که د نړيوال شل اوريز جام پر ځاى IPL ترسره شو نو له نيوکو سره به مخ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او د غوراوي کمېټې مشر او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مشر روزونکى انضمام الحق وايي، که چېرته نړيوال شل اوريز جام د هند تجارتي ليګ (IPL) لپاره لغوه شو، نو پر اى سي سي به سختې نيوکې وشي.

په خپله يوه وېنا کې انضمام الحق وويل، چې که يو هېواد د ګرځبندېز پر مهال اى پي ايل ترسره کولاى شي، نو نړيوال شل اوريز جام ولې نه شي ترسره کېداى؟

هغه همدا راز وويل، چې که چېرته د اى سي سي يو ستر جام د يوه تجارتي ليګ لپاره لغوه شي، يا د نړيوال کرکټ پر ځاى تجارتي کرکټ ته پاملرنه ډېره شوه، نو په دې کې به د کرکټ تاوان وي.

انضمام الحق وايي، چې اسټراليا او نيوزيلېنډ کولاى شي چې په ګډه نړيوال شل اوريز جام کوربه توب وکړي او د دې جام د ترسره کېدو لپاره لار هواره کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې نړيوال کرکټ يا جام پر ځاى تجارتي ليګ ته اهميت نه دي ورکول پکار.

د يادولو وړ ده چې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) د کورونا له امله تراوسه پورې نه دى ترسره شوى او د هند کرکټ بورډ په دې تمه دى چې د نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام پر ځاى به اى پي ايل سيالۍ ترسره کړي.

خو د نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام په تړاو هم تراوسه پورې اى سي سي يا د کرکټ اسيايي شورا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، نړيوال شل اوريز جام سږکال کوربه توب اسټراليا کوي او د اسيا جام کوربه توب بيا د پاکستان پر غاړه دى.

د هند کرکټ بورډ له دې مخکې هم واضحه اشاره ورکړې ده، چې سږکال د اسيا جام ترسره کېدو امکانات نشته دى او دوى به اى پي ايل حتماً ترسره کوي.

د يادولو وړ ده چې انضمام الحق د دې تر څنګ چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوى دى، د څه وخت لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى هم پاتې شوى دى.

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

د ای پي ایل ۲۰۲۱ سیالۍ د کورونا له امله وځنډول شوې

د هند کرکټ بورډ د کورونا ویروس پېښو له زیاتېدو وروسته د هند تجارتي لیګ …