کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هند د زوم او ګوګل ميټ پر څېر اپليکېشن جوړوي
زوم

هند د زوم او ګوګل ميټ پر څېر اپليکېشن جوړوي

که د ويډيويي خبرو يا ويډيويي کنفرانس په تړاو څوک فکر وکړي، نو ذهن ته به يې زوم، سکايپ، ګوګل ميټ يا د فېسبوک مسينجر روم راشي، خو د هند تر ټولو شتمن کس مکېش امباني اوس د دې پر وړاندې خپل اپليکېشن جوړوي.

د مکېش امباني په ريلاينس جيو شرکت کې تازه ١٥ ميليارده ډالر پانګونه شوې ده او اوس دغه شرکت په پلان کې لري چې د ويډيويي کنفرانس لپاره هم کار وکړي.

تېره ورځ د ريلاينس جيو شرکت اعلان وکړ، چې دوى د (جيو ميټ) په نوم اپليکېشن بازار ته وړاندې کوي، چې زوم ته ډېر ورته ښکاره کېږي.

د زوم او ګوګل ميټ په څېر به د جيو ميټ اپليکېشن هم اېچ ډي (٧٢٠ پکسلز) ويډيويي زنګونه کېداى شي او په دې کې به په يو وخت کې تر سل پورې کسان هم ويډيويي کنفرانس کولاى شي.

د جيو ميټ په دې سرويس کې د زنګونو شمېر، وخت يا کچه نه ده ايښودل شوې، بلکې دوى وايي هر څوک کولاى شي بې شمېره وړيا زنګونه ترې ووهي او همدا راز کولاى شي چې ٢٤ ساعته هم پرلپسې وغږېږي.

د ريلاينس جيو شرکت تراوسه پورې يوازې وړيا اپليکېشن خلکو ته وړاندې کړى دى او د پېسو يا پېډ سرويس په تړاو يې څه نه دي ويلي، دوى وايي چې تر نامعلوم وخت پورې به دا اپليکېشن يا سرويس په وړيا ډول خلک وکاروي.

د دې اپليکېشن ټېسټ په مۍ مياشت کې ترسره شوى دى او د زوم او ګوګل ميټ څخه ډېرې زياتې ځانګړتياوې لري، چې ښايي د خلکو پام ځان ته راواړوي.

خو د ريلاينس جيو شرکت تراوسه پورې دا نه دي ويلي، چې دا اپليکېشن يې يوازې د هند د خلکو لپاره جوړ کړى دى او که نه د نورې نړۍ خلک يې هم کارولى شي.

د يادولو وړ ده چې زوم اپليکېشن نن سبا په ټوله نړۍ کې د ويډيويي زنګونو او ويډيويي کنفرانسونو لپاره تر ټولو ډېر کارول کېږي او په هند کې هم په ميليونونو کاروونکي لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ټوشيبا

د جاپان مشهور شرکت ټوشيبا د ليپټاپونو جوړول بند کړل

د جاپان د ټېکنالوژۍ يو مشهور شرکت ټوشيبا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې له …