کورپاڼه / کرکټ / د هندي کرکټر مهيندرا سينګ دهوني او ساکشي د مينې کيسه
دهوني او ساکشي

د هندي کرکټر مهيندرا سينګ دهوني او ساکشي د مينې کيسه

دوه ورځې مخکې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر، چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ دهوني او ساکشي دهوني د واده لس کلونه پوره شو. په زړه پورې دا هم ده چې د واده له کليزې څو ورځې وروسته د دهوني د زېږېدو کليزه هم ده، هغه د جولاى په ٧مه نېټه زېږېدلى و او سږکال به خپله ٣٩مه کليزه ولمانځي.

ساکشي سږکال د دهوني د کليزې لپاره ځانګړى پېغام هم خپور کړى دى، ساکشي په ټولنيزو رسنيو کې ډېره فعاله ده، خو بل لري ته دهوني بيا له ټولنيزو رسنيو ځان ډېر ليرې ساتي.

مهيندرا سينګ دهوني له ساکشي سره په ٢٠١٠ کال کې واده کړى و او دواړو تر دې مخکې په ٢٠٠٧ کال کې په لومړي ځل په يوه هوټل کې ليدلي و، ساکشي په هوټل کې دنده درلوده.

دهوني او ساکشي ١

تر ډېرو کلونو پورې ويل کېدل چې دهوني او ساکشي دواړه د ماشوموالي ملګري دي او د دوى کورنۍ هم له پخوا راهيسې اړيکې لري، خو دا ټولې اوازې وې او هېڅ حقيقت يې نه درلود.

په دې تړاو ساکشي دهوني څه وخت مخکې په يوه مرکه کې خبرې وکړې.

ساکشي دهوني په خپله دغه مرکه کې وويل، چې اوس هم ډېر خلک فکر کوي چې موږ د ماشومتوب ملګري يو او زموږ کورنۍ هم نږدې اړيکې لري، خو داسې نه ده، مهيندرا سينګ دهوني له ما څخه ٧ کاله مشر دى او موږ د ماشوموالي ملګري هم نه يو.

دهوني او ساکشي ٣

هغې په خپلو خبرو کې وويل، چې دهوني يې په لومړي ځل په ٢٠٠٧ کال کې هماغه وليده، چې هغې په کوم هوټل کې کار کولو، نو هغه هوټل ته دهوني ورغلى و.

د يادولو وړ ده چې مهيندرا سينګ دهوني او ساکشي د ٢٠١٠ کال د جولاى په ٤مه نېټه واده وکړ. دواړو په ديهرادون کې واده وکړ او له هغه وروسته د دهوني پلرني ښار رانچي ته لاړل.

دواړه اوس يوه لور هم لري چې جيوا نوم يې پرې ايښى دى.

دهوني او ساکشي ٤

د مهيندرا سينګ دهوني پر ژوند جوړ شوي فلم (اېم اېس دهوني: د انټولډ سټوري) کې هم د هغه د مينې کيسې په اړه صحنې ثبت شوي دي. په دغه فلم کې ښودل شوي دي، کله چې دهوني د هند لوبډلې لپاره د خپل لومړي سفر څخه بېرته راګرځي، نو د سفر پر مهال له يوې نجلۍ سره مخ شي او له هغې سره يې اړيکې جوړې شي.

خو کله چې دهوني د پاکستان پر سفر تللى وي، نو دغه نجلۍ د ترافيکي پېښې په ټکر کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دهوني او ساکشي ٢

له هغه وروسته دهوني بيا هغه مهال په يو هوټل کې له ساکشي سره وويني، کله چې هغه د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وي. تر ډېره پورې په فلم کې د دواړو مينو تر څنګ ځينې يو شان والى ښکاره کړاى شوى دى او له همدې امله دهوني هم ډېر ژر پرېکړه وکړي چې له ساکشي سره به واده کوي.

ياده دې وي چې مهيندرا سينګ دهوني د هند کرکټ ملي لوبډلې يو تر ټولو کامياب لوبډلمشر هم ګڼل کېږي، ځکه هغه د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال د اى سي سي درې واړه ستر جامونو کې هند بريا ته رسولى و.

نوموړي نړيوال شل اوريز جام، نړيوال جام او چيمپينز ټرافي کې خپله لوبډله بريا ته رسولې وه او دا ريکارډ يې په نوم دى، چې درې واړه جامونه يې ترلاسه کړې دي.

مهيندرا سينګ دهوني د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره وروستى ځل د ٢٠١٩ کال نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې لوبېدلى دى او له هغه وروسته يې کومه لوبه نه ده ترسره کړې.

مهيندرا سينګ دهوني

هغه په هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر هم دى او ويل کېدل چې ښايي د سږکال اى پي ايل به دا معلومه کړي چې دهوني بېرته ملي لوبډلې ته راګرځي او که نه، خو د کورونا له امله سږکال د اى پي ايل سيالۍ تراوسه پورې نه دي ترسره شوي.

تر ډېره پورې د هند پخواني لوبغاړي او شنونکي بيا وايي، چې ښايي مهيندرا سينګ دهوني بيا ځلې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره ونه لوبېږي او له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان او عظمت الله عمرزى

اصغر افغان د يو بل ځوان لوبغاړي کرير هم ورتباه کوي؟

د افغانستان ملي لوبډله کې ډېرى مهال له ځوانو لوبغاړو سره داسې شوي دي، چې …