کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي: ګيټار غږوونکى کس د کوم جومات امام نه دى
د جومات امام

سعودي: ګيټار غږوونکى کس د کوم جومات امام نه دى

په سعودي عربستان کې د اسلامي چارو وزارت وايي، چې په ټولنيزو رسنيو کې هغه ويډيو، چې يو کس پکې عربي ګيټار غږوي، د کوم جومات امام نه دى.

څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوه، چې يو سړى پکې عربي ګيټار غږوي او هغه دا هم وايي چې د جازان په صبيا کمشنري کې هغه د جومات امام دى.

خو د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت دغه ادعا رد کړه او وې ويل، چې په اصل کې هغه کس چې په ويډيو کې عربي ګيټار غږوي، هغه کس د کوم جومات امام نه دى او نه هم د اسلامي چارو وزارت سره کومه اړيکه لري.

د سبق وېبپاڼې د راپور په وېنا، د اسلامي چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دغه کس چې ويډيو يې خپره کړې ده، عربي ګيټار غږوي او ادعا کوي چې د جومات امام دى، د هغه پر وړاندې به قانوني ګام پورته کړي او محکمه به يې کړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې دغه ګټار غږوونکي کس د ويډيو په خپرولو سره نه يوازې دا چې ټولو امامانو ته سپکاوى کړى دى، بلکې د اسلامي چارو وزارت ته يې هم سپکاوى کړى دى.

د اسلامي چارو وزارت په ټينګار سره ويلي دي، چې په ويډيو کې ګيټار غږوونکى کس د کوم جومات امام نه دى، هغه په خپله ويډيو کې درواغ ويلي دي او دوى به يې پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې د سعودي عربستان په جازان کې يو کس په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره کړه، چې هغه په دغه ويډيو کې عربي ګيټار غږوي. هغه په ويډيو کې دا هم وايي، چې په صبيا کمشنري کې د جومات امام دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ

هغه پاکستانۍ نجلۍ چې په ٢ مياشتو کې يې ١٢ ودونه وکړل

په اسلام کې نارينه ته د ٤ ودونو اجازه ده، خو بيا هم تر ډېره …