کورپاڼه / کرکټ / روهيت شرما د پاکستان د ١٨ لوبغاړو د کلني معاش نه زياتې پېسې په اى پي ايل کې اخلي
روهيت شرما

روهيت شرما د پاکستان د ١٨ لوبغاړو د کلني معاش نه زياتې پېسې په اى پي ايل کې اخلي

د هند کرکټ ملي لوبډلې نوموتى توپوهونکى روهيت شرما يو هغه نوم دى، چې په کرکټ کې ډېره وړتيا لري. دغه ښي لاسى توپوهونکى يو شمېر نړيوال ريکارډونه هم په خپل نوم لري.

هغه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې ٢٦٤ د سريلانکا پر وړاندې په ٢٠١٤ کې کړې وې، همدا راز يوازينى توپوهونکى دى چې يو ورځنيو لوبو کې يې ٣ غبرګې سليزې وهلي دي او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٢٠ سليزې وهلي دي.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې بيا هغه د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشر دى او په ٢٠١٣ کال کې چې کله هغه لوبډلمشر وټاکل شو، له هغه وروسته يې تر دې مهاله پورې ٤ ځلې د اى پي ايل اتلولي خپله کړې ده.

همدا راز روهيت شرما يو له هغه لوبغاړو څخه هم دى چې په اى پي ايل کې تر ټولو زياتې پېسې اخلي، د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل سياليو لپاره هغه په ١٥ کروړه هندي کلدارو يا ٢.١ ميليونه امريکايي ډالرو خپلې لوبډلې له ځان سره ساتلى دى.

جالبه خو دا ده چې د روهيت شرما يوازې د اى پي ايل ګټه د پاکستان د لومړي صف د ١٨ لوبغاړو د کلني معاش نه زياته ده، بلکې دوه دومره زياته ده.

د پاکستان کرکټ بورډ د ٢٠٢٠ او ٢٠٢١ کال لپاره د لوبغاړو قرارداد په رسنيو کې شريک کړ، چې په ګرېډ اې کې بابر اعظم، اظهر علي او شاهين شاه اپريدي دي، چې د ټولو کلنى معاش ٨١ زره ډالرو څخه پورته دى.

همدا راز په بي ګرېډ کې بيا اسد شفيق، حارث سهېل، محمد عباس او ٦ نور لوبغاړي دي، چې د ټولو کلنى معاش له ٥٥ زروو ډالرو څخه پورته دى، همدا راز د ګرېډ سي لوبغاړو معاش بيا د ٤٠ زرو ډالرو څخه پورته راځي.


که د پاکستان د هغه ١٨ لوبغاړو، چې د پاکستان کرکټ بورډ ورسره قرارداد کړى دى، ټول معاش راغونډ شي، نو ٧.٤ کروړه هندي کلدارې ترې جوړېږي يا هم ترې يو ميليون ډالر جوړېږي، خو د روهيت شرما د اى پي ايل پېسې بيا ١٥ کروړه هندي کلدارې يا ٢.١ ميليونه ډالر جوړېږي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ بيا د افغان لوبغاړو سره شوى قرارداد او څومره معاش ورکول کېږي، هغه له رسنيو سره نه دي شريک کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفي ډيواين

د نيوزيلېنډ ښځينه کرکټرې په شل اوريزو لوبو کې تاريخ جوړ کړ

د نيوزيلېنډ د ښځينه ملي لوبډلې لوبډلمشرې صوفي ډيواين په شل اوريزو لوبو کې نوى …