کورپاڼه / بېلا بېل / پر PUBG روږدېدنه؛ يو هلک د نيکه د تقاعد ٢٠٠ زره روپۍ پرې مصرف کړې
PUBG

پر PUBG روږدېدنه؛ يو هلک د نيکه د تقاعد ٢٠٠ زره روپۍ پرې مصرف کړې

په پبجي PUBG ګېم باندې ځوانان ډېر زيات روږدي شوي دي او حالت يې دا دى چې له هېڅ شي درېغ نه کوي او همدا راز بې درېغه پېسې هم په دې ګېم مصرف کوي.

په هند کې يو ١٥ کلن هلک د خپل نيکه د تقاعد ٢٠٠ زره هندي کلدارې په دغه مشهور ګېم PUBG کې مصرف کړې دي، چې له دې څخه ښکاره کېږي چې ځوانان څومره په دې ګېم روږدي شوي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دغه ١٥ کلن هلک چې د هند د پنجاب ايالت د موهالي اوسېدونکى دى، د جنورۍ په مياشت کې يې د پبجي ګېم پيل کړى و. خو په دغه ګېم کې هغه په دې څو مياشتو کې تر ٢٠٠ زره هندي کلدارو زيات شيان اخيستي دي، تر څو ګېم پکې وکړي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دغه هلک د خپل نيکه د هغه اکاونټ څخه، چې د هغه د تقاعد د پېسو لپاره جوړ شوى و، دا پېسې په انلاين بڼه په پبجي ګېم کې مصرف کړي دي.

هلک هم دا خبره منلې ده، چې شاوخوا تر ٢٠٠ زرو څخه زياتې هندي کلدارې يې په دې ګېم کې د بېلا بېلو شيانو په اخيستلو باندې مصرف کړي دي.

د دغه هلک کورنۍ ته په دې اړه هله معلومات وشو، چې دوى د ياد اکاونټ پلټنه وکړه او ورته معلومه شوه چې له اکاونټ څخه ډېرې پېسې ورکې شوې دي.

د يادولو وړ ده چې دا په روانه مياشت کې په هند کې دويمه داسې پېښه ده، چې يو هلک دې په پبجي ګېم کې دومره ډېرې پېسې مصرف کړې وي. تر دې مخکې د هند يو بل ١٧ کلن هلک، چې د پلار بانکي حساب ته يې لاسرسى لاره، په پبجي ګېم کې ١.٦ ميليونه هندي کلدارې مصرف کړې وې.

دا هم ولولئ

ظریفه غفاري

((په خدای چې مړه شې هومره د وډبوم چې تاته هم خوند درکړي))

د مېدان وردګو ولایت د مېدان ښار ښاروالې، ټولنیزې او سیاسي فعالې ظریفه غفاري په …