کورپاڼه / روغتيا / د ساري ناروغيو متخصصين: کورونا ويروس د هوا له لارې هم انتقالېږي
کورونا ويروس

د ساري ناروغيو متخصصين: کورونا ويروس د هوا له لارې هم انتقالېږي

د نړۍ ډېرى هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره واکسين جوړ کړي، چې په دې برخه کې تر سلو زياتو واکسينونو باندې کار روان دى، خو تازه په يوه څېړنه کې ويل شوي دي چې کورونا ويروس د هوا له لارې هم انتقالېږي.

د ٣٢ هېوادونو ٢٣٩ ساينسپوهانو او د ساري ناروغيو متخصصينو په يوه څېړنه کې موندلې ده، چې کورونا ويروس د هوا له لارې هم د انتقال وړتيا لري.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د ٣٢ هېوادونو ٢٣٩ ساينسپوهانو او د ساري ناروغيو متخصصينو د روغتيا نړيوال سازمان ته يو ليک لېږلى دى او ترې غوښتنه يې کړې ده چې په خپلو سپارښتنو دې سره فکر وکړي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دې ساينسپوهانو موندلې ده چې د کورونا ويروس د هوا له لارې هم انتقالېږي. دوى وايي، چې په بندو کوټو او کورونو د کورونا ويروس په هوا کې پاتې کېږي او هغه بيا نورو انسانانو ته انتقالېږي، چې د روغتيا نړيوال سازمان ته پکار دي چې په خپلو سپارښتنو له سره کتنه وکړي.

دوى وايي، چې د روغتيا نړيوال سازمان په خپلو سپارښتنو کې ويلي دي، چې کورونا ويروس له يو انسان څخه بل انسان ته د نه ليدونکو ذرو په مرسته انتقالېږي، چې د يو انسان له خولې څخه ووځي.

دوى وايي، دا ذرې چې په ازاده فضا کې د چا له خولې لاړې شي نو ځمکې ته ځي، خو په بندو کوټو، کورونو او اپارتمانونو يا نورو تعميرونو کې بيا کورونا ويروس په هوا کې وي او هر څوک چې داسې ځاى ته لاړ شي، نو کورونا يې نيسي.

دوى وايي، چې د کورونا د مخنيوي لپاره ټولنيز واټن ډېر ګټور دى، خو په سرپټو ځايونو کې هم بايد خلکو ته سپارښتنه وشي چې ماسکونه واغوندي او پرته له ماسکونو ونه ګرځي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

چاغښت

د چاغښت په اړه معلومات، لاملونه، مخنيوى او درملنه

عمومي معلومات چاغښت کله چې زمونږ په بدن کې شحمي انساج يا شحم په زیاته …