کورپاڼه / روغتيا / روغتيا وزارت: تر څو چې کورونا نه وي ختمه شوې، ماشومان مه زېږوئ
نوى زېږېدلى ماشوم

روغتيا وزارت: تر څو چې کورونا نه وي ختمه شوې، ماشومان مه زېږوئ

د عامې روغتيا وزارت له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې تر څو کورونا ويروس ختم شوى يا کم شوى نه وي، نو تر هغې پورې دې ماشومان نه زېږوي.

د عامې روغتيا وزارت وياند اکمل سمسور په کابل کې يوې خبري ناستې ته په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې کورونا ويروس د عادي ښځو په پرتله اميدواره ښځې ډېرې ځپي، نو د عامې روغتيا وزارت دې ته مجبوره دى چې خلکو ته دا سپارښتنه وکړي.

دوى وايي، تر څو پورې چې د کورونا ويروس واکسين نه وي جوړ شوى، تر هغې پورې دې هغه کورنۍ يا ميندې او پلرونه ماشومان نه زېږوي.

دوى په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې هغه مور و پلار چې پلان لري ماشوم وزېږوي، تر راتلونکو دوه کلونو پورې دې د نوي ماشوم له زېږولو څخه ډډه وکړي.

د عامې روغتيا وزارت همدا راز دا هم ويلي دي، چې مور و پلار دې د ماشومانو د زېږون تپرمنځ فاصله وساتي.

د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې هغه کسان چې کورونا نيولي دي، ٧٠ سلنه يې نارينه او ٢٨ سلنه يې مېرمنې دي.

په افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې له ٣٣ زرو څخه پورته شوې دي، خو په وروستيو کې هره ورځ د نويو مثبتو پېښو ثبتېدل هم کم شوي دي.

د يادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې بيا له ١١ ميليونو څخه پورته شوې دي. همدا راز د ساري ناروغيو ٢٣٩ متخصصينو او ساينسپوهانو په يوه نوې څېړنه کې موندلې ده، چې کورونا ويروس د هوا له لارې هم انتقالېږي.

دوى په يوه ليک کې له روغتيا نړيوال سازمان څخه غوښتنه کړې ده چې د کورونا د مخنيوي لپاره دې په خپلو سپارښتنو غور وکړي، ځکه چې دا ويروس د هوا له لارې هم انتقالېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ورزش ١

هره ورځ ٢٠ دقيقې دا ورزش وکړئ، له ګټو يې دلته خبر شئ

ورزش د بدن او مازغو د روغتيا لپاره ډېر ضروري دى، نن درته د يو …