کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د جاپان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو ارزښتمن او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو بې ارزښته اعلان شو
د جاپان او افغانستان پاسپورټونه

د جاپان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو ارزښتمن او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو بې ارزښته اعلان شو

د پاسپورټونو نړيواله درجه بندۍ کې د جاپان هېواد پاسپورټ د نړۍ تر ټولو ارزښتمن پاسپورټ مقام خپل کړى دى او د افغانستان پاسپورټ بيا په دغه درجه بندۍ کې تر ټولو وروستى يا تر ټولو بې ارزښته پاسپورټ دى.

د هېنلي پاسپورټ انډيکس وېبپاڼې له لوري په ۲۰۲۱ کال کې د هېوادونو د پاسپورټونو درجه بندي اعلان شوې ده، چې په دې کې د جاپان پاسپورټ لومړى مقام ترلاسه کړى دى.

د جاپان د پاسپورټ ارزښت له دې څخه معلومولى شئ، چې جاپانيان کولاى شي د نړۍ ١٩١ هېوادونو ته پرته د وېزې ترلاسه کولو څخه سفر وکړي.

خو د افغانستان پاسپورټ بيا په تر ټولو وروستي مقام کې دى، چې ۱۱۰ مقام يې رسېدلى دى او افغانان کولاى شي چې ٢٦ هېوادونو ته پرته د وېزې ترلاسه کولو سفر وکړي.

تېر کال هم د جاپان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو ارزښتمن او د افغانستان بیا تر ټولو وروستی پاسپورټ و.

پاسپورټ درجه بندي ١

همدا راز سنګاپور دويم، جرمني او ساوت کوریا دريم، ايټاليې، فنلېنډ، ایټالیه، لګسمبرګ او سپین په څلورم، اسټريا او ډنمارک په پنځم، سويډن، فرانسه، ایرلېنډ، نیدرلېنډز، پرتګال او په شپږم مقام کې دي.

په دې درجه بندۍ کې چې افغانستان پکې وروستى مقام لري، تر هغه مخکې بيا عراق، سريه او د پاکستان نومونه راغلي دي، چې ١٠۹، ۱۰۸ او ۱۰۷ مقامونه لري.

 

ايران بيا په ١٠١ مقام کې دى چې ٤١ هېوادونو ته يې خلک پرته له وېزې سفر کولاى شي، همدا راز هند بيا په دې برخه کې ٨٥م مقام لري، چې د دغه هېواد اوسېدونکي ٥٨ هېوادونو ته پرته له وېزې سفر کولاى شي.

د يادولو وړ ده چې د ټولو هېوادونو د پاسپورټ ارزښت هر کال معلومېږي او دا درجه بندي په دې حساب کېږي، چې د کوم هېواد وګړي څومره هېوادونو ته پرته له وېزې سفر کولاى شي، په هماغه حساب باندې بيا د يو هېواد پاسپورټ ته نومرې ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

لندن جومات

لندن کې د تراویح لمونځ پر مهال لمونځ کوونکي په هګیو ویشتل شوي

د برېتانيې په لندن ښار کې یوه بده پېښه رامنځته شوې ده، چې پنځه سپين …