کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساينسپوهانو د يو ځناور ٦٦ ميليونه کاله پخوانۍ هګۍ موندلې
هګۍ

ساينسپوهانو د يو ځناور ٦٦ ميليونه کاله پخوانۍ هګۍ موندلې

امريکايي ساينسپوهانو چې څو کلونه وړاندې يې يوه لويه هګۍ ته ورته تيږه موندلې وه، وايي چې دا د رغړېدونکي ځناور هګۍ ده چې ٦٦ ميليونه کاله پخوانۍ ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په انټارکټيکا کې چې پر واورو پوښل شوې سيمه ده، د فوټبال توپ هومره لويه يوه ميليونو کاله پخوانۍ سمندري تيږه پکې موندل شوې وه، چې ساينسپوهان يې اوس په حقيقت ورسېدل.

د سمندر دغه ٦٦ ميليونه کاله پخوانۍ تيږې په اړه د ټېکساس پوهنتون ساينسپوهانو ادعا کړې ده، چې د فوټبال د توپ هومره دا توګه په اصل کې د رغړېدونکي سمندري ځناور هګۍ ده، چې تر ٧ متره پورې اوږدوالى لري.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دا تيږه په ٢٠١١ کال کې موندل شوې وه، خو ساينسپوهان يې په اړه نه پوهېدل چې څه شى دى، همدا لامل شو چې دې ته يې د (دي تهنګ) نوم ورکړ او د خلکو د نندارې لپاره يې په يو ميوزيم کې کېښوده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دغه تيږې د موندلو څخه ٩ کاله وروسته، ساينسپوه رکازيات جوليا کلارک ادعا کړې ده، چې دا تيږه په اصل کې د يو لوى رغړېدونکي ځناور هګۍ ده، چې تر ٧ متره پورې اوږده کېداى شي او دا تيږه د فوټبال د يوه توپ هومره ده.

د يادولو وړ ده چې تېر کال په چين کې يو هلک يوه تيږه موندلې وه، چې وروسته پرې ساينسپوهانو څېړنې وکړې او د ډايناسور ډېره پخوانۍ هګۍ وختله. په هماغه ځاى کې چې ياد ماشوم دغه تيږه موندلې وه، ساينسپوهانو نورې څېړنې هم وکړې او ١٠ نورې هګۍ يې هم وموندلې، چې د لا ډېرو څېړنو لپاره ساينسپوهانو خپل مرکز ته يوړلې، خو د يادو هګيو په اړه بيا نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فېسبوک

د فېسبوک کاروونکو لپاره بد خبر

له تېرو څو کلونو راهيسې د اپليکېشن مشهورو شرکتونو د نورو اپليکېشنو تر څنګ (لايټ) …