کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / امريکا د ټک ټاک په ګډون د چينايي اپليکېشنو پر بندېز فکر کوي
ټک ټاک

امريکا د ټک ټاک په ګډون د چينايي اپليکېشنو پر بندېز فکر کوي

امريکا د ټک ټاک په ګډون د نورو چينايي اپليکېشنونو د بندېز په اړه فکر پيل کړى دى، تر څو په امريکا کې ټول چينايي اپليکېشنې بندې کړي.

له فاکس نيوز سره د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې موږ په دې اړه ډېر سنجيده يو، موږ د خلکو په موبايلونو کې چينايي اپليکېشنو ته احترام لرو، خو په امريکا کې به يوازې هغه اپليکېشنې پرېښودل شي، چې سمې وي.

په تېرو مياشتو کې د امريکا د پارلمان ځينو غړو هم د ټک ټاک اپليکېشن په اړه اندېښنې ښکاره کړې وې او ويلي يې و چې ټک ټاک د امريکايانو معلومات چين ته ورکولى شي.

له مايک پومپيو وپوښتل شو، چې ايا هغه خلکو ته دا مشوره ورکولى شي چې ټک ټاک اپليکېشن دې وکاروي؟ نوموړي ورته په ځواب کې وويل، چې يوازې هغه وخت، چې خلک غواړي خپل شخصي معلومات چين ته ورکړي.

د مايک پومپيو د دې خبرو په ځواب کې د ټک ټاک يو وياند ويلي دي، چې د ټک ټاک مشري يو امريکايي کوي او د دې اپليکېشن د امنيت او ډېرو برخو کې داسې کسان کار کوي چې هغه په امريکا کې اوسېږي. هغه وايي چې د ټک ټاک کاروونکو د معلوماتو خوندي ساتل د دوى لپاره تر هر څه ډېر لومړيتوب لري، موږ نه چين ته د خلکو معلومات ورکوو او نه به يې کله ورکړو.

د يادولو وړ ده چې د هند حکومت هم د ټک ټاک په ګډون د چين ٥٩ اپليکېشنې د خپل هېواد لپاره خطرناکې بللې دي او په دې اپليکېشنونو يې د بندېز لګولو اعلان کړى دى.

د امريکا او چين ترمنځ اړيکې خرابې دي او همدا راز اقتصادي منډه يې هم ترمنځ روانه ده، که چېرته امريکا په ټک ټاک او نورو چينايي اپليکېشنونو بندېز ولګوي، نو ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پسې خرابې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …