کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هغه هېوادونه چې افغانان ورته پرته له وېزې سفر کولاى شي
افغان پاسپورټ

هغه هېوادونه چې افغانان ورته پرته له وېزې سفر کولاى شي

د هېنلي پاسپورټ انډيکس د ٢٠٢٠ کال د درجه بندۍ پر اساس افغانستان د نړۍ تر ټولو بې ارزښته پاسپورټ دى، چې په درجه بندۍ کې تر ټولو وروستى يا ١٠٧م مقام لري، همدا راز د پاسپورټ انډيکس په درجه بندۍ کې بيا ٦٦م مقام لري چې تر عراق يو درجه مخکې دى.

د هېنلي پاسپورټ انډيکس په وېنا، افغانان کولاى شي چې ٢٦ هېوادونو ته پرته له وېزې سفر وکړي، خو د معلوماتو تر مخې، دا هېوادونه بيا وېشل شوي دي، ځکه ځينې هېوادونو ته د وېزې اړتيا نشته او ځينې هېوادونه بيا په هوايي مېدان يا هم په سرحد کې افغانانو ته وېزې ورکوي.

په دې لړ کې مو ستاسې لپاره د هغه هېوادونو نومونه راغونډ کړي دي، چې يا ورته پرته له وېزې سفر کولاى شئ، يا انلاين وېزه ورکوي او يا هم هلته په وررسېدو سره ستاسې په پاسپورټ وېزه لګوي او تاسې په دغه هېواد کې پاتې کېداى شئ.

هغه هېوادونه چې افغانان ورته دا اړتيا نه لري وېزه يې ترلاسه کړي او پرته له وېزې ورته سفر کولاى شي، په لاندې ډول دي:

Dominica, Haiti

Micronesia

Saint Vincent and the Grenadines

هغه هېوادونه چې افغانان اړتيا نه لري د وېزې لپاره يې سفارت يا کونسلګريو ته ورشي، بلکې په انلاين بڼه چې وېزې ته اپلايي وکړي، نو ډېر ژر ورته وېزه ورکول کېږي، په لاندې ډول دي:

Benin

Cote d’lvoire

Djibouti

Ethiopia

Gabon

Guinea

Guinea-Bissau

Kyrgyzstan

Lesotho

Madagascar

Qatar

Rwanda

Saint Kitts and Nevis

Sao Tome and Principe

Suriname

Uganda

Zambia

Zimbabwe

همدا راز يو شمېر هېوادونه چې افغانانو ته په سرحد يا هوايي مېدان کې وېزه ورکوي او د دغه هېوادونو د وېزې لپاره نه له مخکې څخه څه اړتيا شته، نه هم په انلاين بڼه ورته د اپلايي کولو ضرورت شته، بلکې کله چې د دغه هېواد سرحد يا هم په هوايي مېدان کې کوز شوئ، نو هماغلته درته وېزه درکوي.

Antiqua and Barbuda

Cape Verde

Comoros

Maldives

Mauritania

Mozambique

Palau

Somalia

Timor-Leste

Togo

Tuvalu,

دوه نور هېوادونه بيا داسې دي، چې هلته ورتګ ته هم وېزې ته هېڅ اړتيا نشته دى، بلکې کله چې د دغه هېوادونو سرحد يا هوايي مېدان ته ورسېږئ، نو هغوى درته بيا د پاتې کېدو لپاره يو پرمټ درکوي چې په هغې باندې په دغه هېوادونو کې پاتې کېداى شئ.

Samoa

Seychelles

د يادولو وړ ده چې پورته ياد هېوادونو کې افغانان له ٧ ورځو څخه نيولې بيا تر ٣ مياشتو پورې وخت تېرولى شي او د زيات وخت تېرولو لپاره اړتيا لري چې بيا اړونده مراجعو سره اړيکه کې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ولسمشر غني

د شپږيزې ليګ د پرانيستې مراسمو کې ولسمشر غني هم ګډون کړى

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو د پرانيستې مراسم همدا مهال د افغانستان …