کورپاڼه / کرکټ / د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى شاپور ځدراڼ ٣٣ کلن شو
شاپور ځدراڼ

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى شاپور ځدراڼ ٣٣ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى شاپور ځدراڼ ٣٣ کلن شو، نن د جولاى په اتمه نېټه د هغه کليزه ده، چې نوموړى په ١٩٨٧ کال کې په لوګر ولايت کې زېږېدلى و.

شاپور ځدراڼ چې په ٢٠١٥ کال نړيوال جام کې په افغان لوبډله هکې شامل و، د سکاټلېنډ پر وړاندې د هغه په وروستۍ څلوريزې افغانستان په نړيوال جام کې لومړنۍ بريا خپله کړه، تر هغه وروسته افغانستان په نړيوال جام کې کومه بريا نه ده ترلاسه کړې.

يو وخت چپ لاسى فاسټ ميډيم توپ اچونکى شاپور ځدراڼ له حميد حسن وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو مخکښ توپ اچونکى و.

نوموړي خپله لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د ٢٠٠٩ کال د اګست په ٣٠مه نېټه د نيدرلېنډز پر وړاندې ترسره کړې وه او لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه يې د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه.

هغه که څه هم تېر کال د بنګله دېش پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې شامل و، خو په ياده لوبه کې د لوبېدو چانس ور نه کړل شو.

شاپور ځدراڼ ١

شاپور ځدراڼ د ٢٠٢٠ کال په پيل کې د ايرلېنډ پر وړاندې د شل اوريزو لوبو لړۍ ته هم اخيستل شوى و.

شاپور ځدراڼ تر دې مهاله پورې د افغانستان لپاره په ٤٤ نړيوالو يو ورځنيو او ٣٦ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

نوموړي ٣٦.٩٥ په اوسط په يو ورځنيو لوبو کې ٤٣ ويکټې اخيستي دي، چې اکانومي يې ٤.٨٠ ده او همدا راز ٢ ځلې يې بيا ٤-٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

همدا راز په شل اوريزو لوبو کې د هغه اوسط ٢٤.٥١ دى او ٣٧ ويکټې يې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې غوره توپ اچونه يې د ٤٠ منډو په بدل کې د ٣ لوبغاړو سوځول دي.

د يادولو وړ ده چې شاپور ځدراڼ د افغان لوبغاړو په وروستي يو مياشتيني کمپ کې هم شامل و، چې په کابل لوبغالي کې ترسره شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …